د کرکټ افغان ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره پایلوبه کوي
سیالي به د کابل په وخت د مازیګر په پنځو بجو پیل شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د د زېمبابوې له لوبډلې په اوو ویکټو ماته وخوړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس فرید هوتک پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان په دې لړۍ کې دوه مسابقې وګټلې، یوه یې وبایلله او فاینل ته ووت.
د بنګله دېش، زېمبابوې او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل اوره کرکټ د مسابقو دا لرۍ د سپټمبر په څوارلسمه پیل شوې وه.
دا لړۍ به د سپټمبر په څلرویشتمه پای ته ورسېږي.
