شیدا محمد ابدالي د محمد اشرف غني په ګټه له کاندیدۍ تېر شو
ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه په مراسمو کې له شیدا محمد ابدالي مننه وکړه.
شیدا محمد ابدالي د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو له ابتدايي لېسته چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون تأیید کړي وو، دوهم کاندید دی چې د محمد اشرف غني په ګټه له کاندیدۍ تېر شو.
تر ابدالي مخکې زلمی رسول د اشرف غني په ګټه تېر شوی و.
د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه یا د سپټمبر په اته ویشتمه دي.
