ملي امنیت: د داعش د بریدونو یو طراح او یو پاکستانی بریدګر وژل شوي
ملي امنیت نن سهار په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت او پولیسو ځانګړو ځواکونو د داعش پر پټنځای دا عملیات د کابل ښار د اولسمې حوزې اړوند سیمه کې کړي.
ملي امنیت وايي چې په دې عملیاتو کې یو پاکستانۍ مېرمن چې له څلورو ماشومانو سره د داعش ډلې په دې پټنځای کې اوسېده، ټپي او روغتون ته انتقال شوې، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
دې ریاست یوه ورځ مخکې ویلي وو چې کابل کې یې د داعش ډلې د تر ټولو خطرناکې درې کسیزې شبکې غړي نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست ادعا کړي چې د تېرې شپې عملیات یې د همدې درې کسانو د اعترافونو له مخې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې د داعش پر پټنځایونو د عملیاتو خبر په داسې حال کې ورکوي چې دې ډلې په وروستیو میاشتو کې پر کابل سربېره د افغانستان په څو سیمو کې د خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
