د بخښنې نړیوالې ادارې د غور د بشري حقونو د مشر وژنه جنایت بللې
د امنسټي انټرنېشنل د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي وویل، راپورونه ښيي چې په غور ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست عبدالصمد امیري د طالبانو له لوري لومړی برمته شوی او بیا وژل شوی دی.
د بخښنې د نړیوالې ادارې په اعلامیه کې د امیري وژل کېدو ته په اشاره ویل شوي: دا بې رحمانه وژنه یو جنګي جنایت دی، حتی سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې د سولې لپاره هلې ځلې کوي، دوی په خورا بې رحمانه ډول د خلکو وژلو ته دوام ورکوي.
امنسټي انټرنېشنل وايي، دا پېښه د دې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو دفاع کوونکي له لویو خطرونو سره مخامخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون په غور کې د خپل سیمه ییز مشر پر وژل کېدو ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
د دې کمیسیون ویندوی شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل: واقعاً د ژورې اندېښنې وړ ده او د شهید له کورنۍ سره خواخوږي څرګندوو.
وسله والو طالبانو د افغانستان د بشري حقونو د غور سرپرست رئیس عبدالصمد امیري هغه مهال وتښتاوه چې له کابله بېرته غور ته روان و.
د نوموړي مړی له تښتول کېدو دوه ورځې وروسته پرون پنحشنبه وموندل شو.
