د والي ویاند: نا معلومو وسله والو په لوګر کې یو قاضي وواژه
د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص وایي، نوموړی تېره شپه طالبانو د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اړوند په مغل خېلو کې وژلی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تأییدوي او د نورو جزیاتو په اړه یې څه ونه ویل.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
