ترکیه: که مرسته ونه شي، کډوالو ته به اروپا ته د تګ دروازې خلاصې کړو
اردغان ویلي چې که له سوریې سره د دوی د مصؤن سرحد پلان کامیاب نه شي، کډوالو ته به اروپا ته د تګ دروازې بیا ور خلاصې کړي.
اردغان نن د سپټمبر په پنځمه په ټلوېزیوني وینا کې وویل: له موږ سره که مرسته ونه کړئ، موږ معذرو یوو، یوازې تر یوه حده بار وړی شو.
په ترکیه کې اوسمهال تقریباً درې ميلیونه د سوریې کډوال اوسېږي.
د ترکیې حکومت وايي چې د سوریې کډوالو ډېر فشار ورباندې راوستی دی.
