Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 08.05.2019

دوو سعودي خویندو د ګرجستان پاسپورټونه ترلاسه کړل

Pa.azadiradio.com 

دوو سعودي خویندو چې ګرجستان ته‌یې پناه وړې وه، د سې شنبې په ورځ د دې هېواد پاسپورټونه ترلاسه کړل.  دې نجونو ویلي وو، که بېرته سعودي عربستان ته واستول شي وبه وژل شي. ۲۵ کلنې وفا الصباحي او ۲۸ کلنې محا الصباحي د سې شنبې په ورځ په یوه لنډه وېډیو کې وویل، د ګرجستان پاسپورټونه‌یې ترلاسه کړي او اوس یو بل هېواد ته د تلو نیت لري. هغوی په ګرجستان کې د خپلو ملاتړو مننه وکړه، خو دا یې روښانه نه‌کړه چې راتلونکی پړاو یې په کوم هېواد دی. دې دواړو خویندو، د اپرېل په ۱۸مه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی... Читать дальше...

روسیه اروپايي ټولنې ته د نفتو صادرات بېرته له سره پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د انرژۍ وزیر وايي، د مې میاشتې له نیمايي به د یوې مهمې نل‌لیکې له لارې اروپايي ټولنې ته د نفتو صادرات بېرته له سره پیل شي. د اپرېل په ۲۵مه نېټه له دې نل‌لیکې څخه د انتقالېدونکو تېلو ککړتیا د تېلو د بهیر د ځنډ سبب شوه. د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک پرون وویل، د څېړنو په ترڅ کې څلور تنه د تېلو د نل‌لیکې د ککړولو په تور نیول شوي دي. ویل کېږي چې له دې پېښې وروسته، د تېلو د یو باوري صادروونکي په توګه د روسیې دریځ زیانمن شوی دی. د روسیې خبري اژانسونو د روسیې د تېلو د وزیر له خولې... Читать дальше...

د پاکستان په لاهور ښار کې چاودنې لږ تر لږه ٢ کسان ووژل

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د پاکستان په لاهور ښار کې لږ تر لږه ٢ کسان هغه وخت ووژل شول چې د صوفيانو يوه لوى زيارت ته نږدې چاودنه وشوه.  د دې چاودنې په اړه چې نن شوې نور جزئيات نه‌دي ورکړل شوي، خو ځيني راپورونه وايي علت‌يې هغه بم و چې امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى شوى و.  دغو امنيتي ځواکونه د داتا دربار زيارت ساتنه کوله چې په جنوبي اسيا کې له لويو زيارتونو څخه دى.  د پاکستان دولتي ټلوېزیون راپور ورکړى چې په چاودنه کې ١٥ کسان ټپيان شوي دي.  سيمه د پوليسو له‌خوا کلابنده شوې ده.



ایران به نن په اټمي تړون کې د خپلو ځينو تعهداتو کمولو اعلان وکړي

Pa.azadiradio.com 

ايرانۍ دولتي رسنۍ وايي، په پام کې ده ايران نن د ٢٠١٥ میلادي کال په اټمي تړون کې د خپلو ځينو تعهداتو کمولو اعلان وکړي.  دا په‌داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو له دغه تړونه تېر کال د وتلو اعلان وکړ.  دولتي اژانس ايرنا پرون راپور ورکړى چې ولسمشر حسن روحاني به يو «سياسي» ليک ولېږي او د تړون پاتې پنځه برخه‌وال بريتانيا، چين، فرانسه، جرمني او روسيه به له دې پرېکړې خبر کړي.  بل‌خوا، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدريکا موګرېني ته په يوه ليک... Читать дальше...

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د پاکستان له سفیر سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د پاکستان سفیر اسلام‌اباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې پاڼې د پرانیستو لپاره یو فرصت بللی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا یوه خبرپاڼه وايي، حمدالله محب پرون په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره وکتل او دواړو خواوو د ولسمشر په سفر سربېره د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سیمه‌ییزه همکارۍ خبرې وکړې. افغان چارواکو تأیید کړې چې ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکي کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان په بلنه اسلام‌اباد... Читать дальше...

استانبول کې د انتخاباتو بيا ترسره کېدل له انتقادونو سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې په استانبول کې د ښاروالۍ انتخاباتو بيا ترسره کېدل له نړيوالو انتقادونو سره مخامخ شوي دي.  د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدريکا موګرېني پرون سې شنبه د ترکيې د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې په استانبول کې د انتخاباتو د بيا ترسره کولو په اړه له ځنډ پرته توضيحات ورکړي. هغې ويلي چې د ازادو، عادلانه او شفافو انتخاباتو د جريان تضمين د هرې ډموکراسۍ لپاره مهم دى.  جرمني ويلي، د ترکيې دغه اقدام د درک وړ نه‌دى او فرانسې هم د ترکيې له چارواکو غوښتنه کړې چې ډموکراتيکو اصولو ته درناوى وکړي. Читать дальше...

د ايران د فعاليت زياتېدو امریکا د عراق حاکميت ته اندېښمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير په ناڅاپي سفر عراق ته تللى دى.  مايک پامپيو خبريالانو ته ويلي و چې امريکا په سيمه کې د ايران د فعاليت د زياتېدو له کبله د عراق حاکميت ته اندېښنه لري.  پرون سې شنبه بغداد ته پر لار پامپيو خبريالانو ته وويل چې له عراقي رهبرانو سره به وګوري چې ډاډ ورکړي واشنګټن غواړي د دې ټکي يقيني کولو ته دوام ورکړي چې عراق يو حاکميت لرونکى او خپلواک هېواد، دغه‌راز د ګاونډي هېواد ايران له نفوذه ازاد دى.  پامپيو د عراق له ولسمشر برهم صالح او صدراعظم عادل عبدالمهدي سره... Читать дальше...

د افغانستان په ختیځ کې یو امریکايي سرتېری مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، د دې هېواد په ختیځ کې یو امریکايي سرتېری مړ شوی دی. ناټو د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، دې امریکايي سرتېري په یوې داسې پېښه کې ساه ورکړې چې له جګړې سره‌یې تړاو نه‌درلود.  د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو د ناټو خبرپاڼه وايي په اړه‌یې څېړنه روانه ده.  د امریکا متحده ایالات چې دا مهال په افغانستان کې له ۱۳ زرو زیات سرتېري لري، د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل راهیسې یې په افغانستان کې اته پوځیان له لاسه ورکړي دي.



Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net