استانبول کې د انتخاباتو بيا ترسره کېدل له انتقادونو سره مخ شوي
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدريکا موګرېني پرون سې شنبه د ترکيې د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه وکړه چې په استانبول کې د انتخاباتو د بيا ترسره کولو په اړه له ځنډ پرته توضيحات ورکړي.
هغې ويلي چې د ازادو، عادلانه او شفافو انتخاباتو د جريان تضمين د هرې ډموکراسۍ لپاره مهم دى.
جرمني ويلي، د ترکيې دغه اقدام د درک وړ نهدى او فرانسې هم د ترکيې له چارواکو غوښتنه کړې چې ډموکراتيکو اصولو ته درناوى وکړي.
که څه هم د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د ترکيې پر دغه تصميم په مستقيم ډول انتقاد نهدى کړى، خو دغه وزارت ويلي چې «سالمه ډموکراسي» او د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل د ترکيې په ګټه دي.
په مارچ مياشت کې د استانبول د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د ترکيې د حکومت مخالف ګوند بېسارې بريا خپله کړه.
خو د ولسمشر رجب طيب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند ادعا کړې چې په دغو انتخاباتو کې بېنظمۍ او فساد و.
د ترکيې د انتخاباتو عالي کمېسيون تېره دوشنبه د دغو انتخاباتو نتيجې باطلې اعلان کړې او امر يې وکړ چې دغه انتخابات دې د جون مياشتې پر ٢٣مه بيا ترسره شي.
د اردوغان د مخالف ګوند کانديد اکرم امام اوغلو چې د استانبول د ښاروال په توګه اعلان شوى و، پهدغه ښار کې د ښاروالۍ انتخاباتو بيا ترسره کېدل غندلي دي.
