د پاکستان په لاهور ښار کې چاودنې لږ تر لږه ٢ کسان ووژل
د دې چاودنې په اړه چې نن شوې نور جزئيات نهدي ورکړل شوي، خو ځيني راپورونه وايي علتيې هغه بم و چې امنيتي ځواکونو ته ځاى پر ځاى شوى و.
دغو امنيتي ځواکونه د داتا دربار زيارت ساتنه کوله چې په جنوبي اسيا کې له لويو زيارتونو څخه دى.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون راپور ورکړى چې په چاودنه کې ١٥ کسان ټپيان شوي دي.
سيمه د پوليسو لهخوا کلابنده شوې ده.
