ایران به نن په اټمي تړون کې د خپلو ځينو تعهداتو کمولو اعلان وکړي
دا پهداسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو له دغه تړونه تېر کال د وتلو اعلان وکړ.
دولتي اژانس ايرنا پرون راپور ورکړى چې ولسمشر حسن روحاني به يو «سياسي» ليک ولېږي او د تړون پاتې پنځه برخهوال بريتانيا، چين، فرانسه، جرمني او روسيه به له دې پرېکړې خبر کړي.
بلخوا، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدريکا موګرېني ته په يوه ليک کې د دغو تعهداتو کمېدو «تخنيکي او قانوني جزئيات» واضح کړي.
دا لا څرګنده نهده چې ايران به کوم اقدامات اعلان کړي، خو رسنيو د جواد ظريف په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، ايران اراده نهلري، په بشپړ ډول له اټمي تړونه ووځي.
د دغه تړون له مخې له ايرانه ځيني بنديزونه لیرې کړاى شوي وو، په بدل کې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و.
