د افغانستان په ختیځ کې یو امریکايي سرتېری مړ شوی
ناټو د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل، دې امریکايي سرتېري په یوې داسې پېښه کې ساه ورکړې چې له جګړې سرهیې تړاو نهدرلود.
د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو د ناټو خبرپاڼه وايي په اړهیې څېړنه روانه ده.
د امریکا متحده ایالات چې دا مهال په افغانستان کې له ۱۳ زرو زیات سرتېري لري، د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل راهیسې یې په افغانستان کې اته پوځیان له لاسه ورکړي دي.
