د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش په نامه ډلې ترمنځ جګړو لسګونه کورنۍ بېځایه او ځایي خلک له سختو ستونزه سره مخ کړي دي.
د چپې درې یوه بېځایه شوې مېرمن د خپلې سیمې وضعیت د اندېښنې وړ وښود.
بلخوا د کونړ چارواکي وايي، تر اوسهيې د چپې درې له سلو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.
د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې داعش او طالبانو د تېرې جمعې ورځې نه تر یکشنبې پورې په خپلو کې جګړه وکړه چې د سیمهییزو مقاماتو په خبره دواړو غاړو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.
په همدې حال کې د کونړ سرپرست... Читать дальше...
په اسټرالیا کې یو افغانيالاصله په ملبورن ښار کې پر لارویانو د موټر د خېژولو په جرم په عمري بند محکوم شو.
پهدې پېښه کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې شوې، یو زوړ سړی مړ شوی و.
د هولینګورټ «Victoria Justice Elizabeth Hollingworth» سترې محکمې ۳۷ کلن سعید نوري نن پهدغه بند محکوم کړ.
نوموړی به مخکې له دې چې وبخښل شي، ۳۰ کاله په زندان کې تېروي.
د نوري د نیول کېدو په مهال پولیسو د هغه له کمپیوټر او «USB» الې څخه په بهر کې د ترورېستي حملو او د اسلامي دولت ډلې داعش وېډیوګانې او تصویرونه ترلاسه کړي و. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې له افغاني محصولاتو ګټه اخېستل کېږي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، د تدارکاتو ملي ادارې او د چرګانو د ساتلو له ملي اتحادیې سره هوکړې ته رسېدلي چې د وطنیو چرګانو د غوښې د ښه کیفیت او د دغې برخې د لا پیاوړتیا لپاره به د امنیتي ځواکونو په خوراکي مينو کې ترې ګټه اخېستل کېږي.
نوموړی وایي، له دې سره به د چرګانو فارمونه زیات او کاروباریان بهیې ښه عاید هم تر لاسه کوي. Читать дальше...
د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز مسؤلین وایي، هره میاشت بهرنیو هېوادونه ته په خپل شخصي لګښت تر ۲۰۰ زرو متره غالۍ او ګېلم صادروي.
د دغه مرکز مسؤل منان قاسمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خواشیني وښوده چې د غالیود صادراتو په برخه ورسره حکومت او اړونده اقتصادي بنسټونه همکاري نهکوي.
ښاغلی قاسمي دا هم وایي چې سوداګر د غالیو او فرش د صادراتو د ټرانزیټ او ویزو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او نهشي کولای په اسانه خپلې سوداګریزې چارې پرمخ یوسي.
د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز د مسؤلینو د معلوماتو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په لندن کې یې له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
خلیلزاد چې له تېرې دوشنبې یې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته بیا سفر پیل کړی، پرون په لندن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي ګریټ بیلي په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه سلا مشوره وکړه.
ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په یوه ټویتري پیغام کې لیکلي چې له بریتانوي لوړپوړو چارواکو سرهیې... Читать дальше...
وروسته له هغې چې هند د سټلایټ ضد یوه وسله په بریالیتوب په فضا کې د ځمکې مدار ته وتوغوله، د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونه دې فضا پر وسایلو نهلړي.
د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون وویل چې د هند ساینسپوهانو په بریالیتوب سره خپل هغه سټلایټ وویشت او لهمنځه یې یووړ چې د ځمکې تر لاندې مدار لاندې څرخېده.
پهدغه اقدام سره هند د متحده ایالاتو، روسیې او چین تر څنګ فضایي قدرت ټینګ کړ.
مودي وویل، زموږ ساینسپوهانو ۳۰۰ کېلو متره لیرې په فضا کې یو سټلایټ لهمنځه یووړ او پهدې توګه هند د یوه فضایي قدرت په توګه خپل نوم ثبت کړ. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې په پاکستان کې دېره د هغې سخت دریځې ډلې مشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل کړي چې نوې ډېلي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو د تېرې میاشتې د ځانوژونکې حملې مسؤله بللې ده.
اسوشیټېډ پرس اژانس د هغه پرېکړهلیک مسوده لیدلې چې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غړو وېشل شوې ده.
دغه مسوده د جیش محمد ډلې پر مشر مسعود اظهر د سفر بندیز لګوي او شتمني یې کنګل کوي.
د پرېکړهلیک دغه مسوده همداراز په هندي کشمیر کې دغه ناوړه او بېرحمه ځانوژونکې حمله... Читать дальше...
د افغانستان حکومت له بېځایه شویو او هېواد ته له ستنېدونکو افغانانو سره د امریکا د متحده ایالاتو د نویو مرستو هرکلی وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو پهدې برخه کې تازه څه باندې ۶۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل:
"کومه مرسته چې دوی اعلان کړې، د پام وړ مرسته ده، کولای شي چې په لومړي ګام کې د بېځایه شویو اساسي ستونزې هوارې کړي."
د روان میلادي کال پهدغو تېرو نږدې درېیو میاشتو کې په افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسان... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د جګړې په ډګر کې د هند د هلیکوپټرو نوې مرسته اغېزمنه ده.
د دې وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل:
"دا څلور روسۍ اېم ۳۵ ډوله هلیکوپټرې دي چې په لنډو ورځو کې به د افغانستان دولت ته وسپارل شي."
ښاغلي عارف زیاته کړه چې دا هلیکوپټر هم د بمونو د غورځولو توان لري او هم لایزري توغندي ویشتلی شي.
پهدې ترڅ کې هندوستان ټایمز ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي په وینا خبر ورکړی دی چې نوې ډېلي... Читать дальше...
د سویډن هېواد له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د افغانستان لپاره د سویډن سفیر الوف توبیاس پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» د کندهار له والي حیاتالله حیات او یو شمېر نورو چارواکو سره د کتنې پر مهال دا ژمنه وکړه.
د کندهار ولایت مقام د رسنیو د دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې د سویډن سفیر د کندهار د سفر پر مهال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» وویل چې «سویډیش کمېټه» چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، کندهار ته به پاملرنه زیاته کړي.
واشنګټن اګزماینر خپرونې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکايي استازي زلمي خلیلزاد په نوي سفر او پروګرامونو مقاله ...
سیمهییز پولیس له یوې اوونۍ را پهدېخوا غیر قانوني نمبر پلېټ لرونکو موټرنو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د تورو ښیښو لرونکو موټرو ته هم پهدې ولایت کې وروسته له دې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
ویډیو: اکرام کرم
ایډيټ: لېمه هادي
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له روسيې وغوښتل چې خپل پوځیان له ونزوئلا وباسي. ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې ...
تمه ده چې په شااوخوا دوو اوونیو کې به په قطر کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره غونډه جوړه شي. د دې غونډې ...
د اسپانیا یوه محکمه وایي، هغه ۱۰ تنه چې تېره میاشت له اجازې پرته د شمالي کوریا سفارت ته په مادرید کې ننوتي وو، له اسپانیا وتلي دي.
د دې محکمې یوه قاضي د امریکا له فدرالي تحقیقاتي ادارې سره تماس نیولی چې دغه کسان بېرته اسپانیا ته وسپاري.
خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
"د امریکا د متحده ایالاتو حکومت له دې موضوع سره هېڅ ارتباط نهلري."
یوې سرچینې روېټرز اژانس ته ویلي دي، اسپانیایي قاضي هغه مشکوک کسان چې امریکا ته تللي دي، پېژندلي دي. Читать дальше...
د قزاقستان یوه پوځي هلیکوپټره د روزنیزې الوتنې پر مهال لوېدلې او ۱۳ سپرلۍ یې وژل شوي دي.
دا «مې اته» ډوله هلیکوپټره د کسپین سمندرګي له نږدې سیمو پرون والوته او د قزاقستان د دفاع وزارت په وینا د هېواد په جنوب کې د ژاله ګش په سیمه کې وغورځېده.
د دې پېښې علت تر اوسه نهدی څرګند شوی.
د قزاقستان مؤقت ولسمشر قاسم جومارت توکایف په ټویټر کې د دې خبرې د تأیید تر څنګ لیکلي دي چې ټولې سپرلۍ یې وژل شوي دي او د دې پېښې د علت د څرګندېدو د تحقیقاتو امر یې ورکړی دی.
د لیتوانیا یوې محکمې پرون د پخواني شوروي اتحاد د ۶۷ پوځي چارواکو، د «کې. جي. بي» چارواکو او پوځي قوماندانانو د یوې ۳۰ کلنې جنایي دوسیې په اړه حکم وکړ.
د ویلنیوس د محکمې یوې ښځې قاضي «ای نوره کورنیلیا مسي وي سین» په ویلنیوس کې پرون د حکم د اعلانېدو پر مهال وویل:
"محکمې د پخواني شوروي اتحاد دفاع وزیر دمیتري یازوف مجرم وپېژانده او حکمیې صادر کړ چې تر ۱۰ کلونو پورې زنداني شي."
دا کسان په غیاب کې محکمې د هغو بشري ضد جرمونو په خاطر محکوم کړي دي چې د ۱۹۹۱ میلادي کال د جنوري په ۱۳مهیې د لیتوانیا د ازادۍ غورځنګ ځپلی و. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net