افغانستان له کډوالو سره د امریکا د نویو مرستو هرکلی وکړ
د امریکا متحده ایالاتو پهدې برخه کې تازه څه باندې ۶۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند سید عبدالباسط انصاري ازادي راډیو ته وویل:
"کومه مرسته چې دوی اعلان کړې، د پام وړ مرسته ده، کولای شي چې په لومړي ګام کې د بېځایه شویو اساسي ستونزې هوارې کړي."
د روان میلادي کال پهدغو تېرو نږدې درېیو میاشتو کې په افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسان بېځایه شوي دي چې اکثریتیې د سېلابونو په څېر طبیعي پېښو مجبوره کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي.
په همدې موده کې تر ۶۰ زره ډېر کډوال افغانستان ته له بهره ستانه شوي دي.
