دفاع وزارت: د جګړې په ډګر کې د هند د هلیکوپټرو مرسته اغېزمنه ده
د دې وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل:
"دا څلور روسۍ اېم ۳۵ ډوله هلیکوپټرې دي چې په لنډو ورځو کې به د افغانستان دولت ته وسپارل شي."
ښاغلي عارف زیاته کړه چې دا هلیکوپټر هم د بمونو د غورځولو توان لري او هم لایزري توغندي ویشتلی شي.
پهدې ترڅ کې هندوستان ټایمز ورځپاڼې په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي په وینا خبر ورکړی دی چې نوې ډېلي له بلاروس څخه څلور هليکوپټرې د افغانستان لپاره اخلي او په راتلونکو میاشتو کې بهیې افغان دولت ته وسپاري.
