د لیتوانیا یوې محکمې د یوې ۳۰ کلنې جنایي دوسیې په اړه حکم وکړ
د ویلنیوس د محکمې یوې ښځې قاضي «ای نوره کورنیلیا مسي وي سین» په ویلنیوس کې پرون د حکم د اعلانېدو پر مهال وویل:
"محکمې د پخواني شوروي اتحاد دفاع وزیر دمیتري یازوف مجرم وپېژانده او حکمیې صادر کړ چې تر ۱۰ کلونو پورې زنداني شي."
دا کسان په غیاب کې محکمې د هغو بشري ضد جرمونو په خاطر محکوم کړي دي چې د ۱۹۹۱ میلادي کال د جنوري په ۱۳مهیې د لیتوانیا د ازادۍ غورځنګ ځپلی و.
پهدې پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي وو.
تر دې وروسته د پخواني شوروي اتحاد ړنګېدل پیل شول.
