کلیفورنیا کې د چړو په ګوازرونو ۲ کسه وژل شوي
د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سان هوزي په یوه کلیسا کې دوه تنه د چړو د ګوزارنو په نتیجه کې مړه شوي دي.
د سان هوزي د پولیسو دفترپه یوه ټویټ کې ویلي چې دا پېښه په دې کلیسا کې پرون یکشنبې د ورځې ناوخته وشوه او پولیس هم په وخت د پېښې ځای ته ورسېدل.
پولیس وایي چې په دې پېښه کې یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي چې د ځنیو روغتیایي وضعیت یې خطرناک دی.
پولیسو داهم ویلي، چې په کلیسا کې مذهبي مراسم نه وو، بلکې ډېرو هغو کسانو چې کورونه نه لري، ورته د دې لپاره پناه وروړې وه چې له یخنۍ ځان وژغوري.
د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تراوسه نورجزییات نه دي څرګند شوي.