د اسراییل صدراعظم په پټه سعودي کې له محمد بن سلمان او پومپیو سره کتلي
د اسراییل د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو پرون یکشنبې په پټه له سعودي عربستان څخه کتنه ترسره کړې او د هغه هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره کتلي دي.
د اسراییل کان عامه راډیو ته اسراییلي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، تایید کړې چې نتانیاهو او د اسراییل د جاسوسۍ د ادارې موساد مشر یوسي کوهین د سعودي د سره سمندرګي په غاړه نیوم ښار کې له محمد بن سلمان او مایک پومپیو سره خبرې کړې دي.
د اسراییل یو شمېر نورو رسنیو هم ورته خبر ورکړی دی.
د اسراییل د ښوونې وزیر یواو ګالانت نن دوشنبې په سعودي عربستان کې د نتانیاهو کتنه تایید کړه او هغه یې یوه فوق العاده لاس ته راوړنه وبلله.
ګالانت د اسراییل د پوځ راډیو ته وویل چې دا حقیقت لري چې دغه غونډه شوې.
د ده په وینا که څه هم هغه نیمه رسمي و خو اهمیت یې ډير زیات دی.
د نتانیاهو دفتر او په بیت المقدس کې د امریکا سفارت تراوسه د دغو راپورونو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
که دا مسئله تایید شي دا به سعودي عربستان ته د اسراییل د یوه صدرعظم لومړنی سفر وي.
د دغې کتنې په اړه خبرونه داسې مهال خپرېږي، چې اسراییل په خلیج کې د سعودي عربستان له دوو متحدینو، متحده عربي اماراتو او بحرین سره د اړیکو د عادي کېدو تاریخي موافقې کړې دي.
تر ډېره د ایران په اړه اندېښنې له عربي هېوادونو سره د اسراییل د اړیکو عادي د کېدو چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې یې منځګړیتوب کړی، محور جوړوي.