په برلین کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې کېږي
د جرمني، بریتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به نن په برلین کې په غونډه کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې وکړي.
دا غونډه څوورځې وروسته تردې جوړېږي چې د ملګروملتونو د اټومي انرژې د څارنې ادارې وویل چې تهران بیا له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.
د جرمني د حکومت یوې ویاندې وویل، له خپلو شریکانو سره په ګډه به له ایرانه وغواړو چې له دغه تړونه نور سرغړونې ونه کړي او بېرته په کې کړو ژمنو ته ور وګرځي.
د ملګروملتونو د اټومي څارنې ادارې د نومبر په اتلسمه ویلي وچې د ایران ترځمکې لاندې مهمو د نتنز په اټومي تاسیساتو کې د یورانیمو د پخولو سنټریفیوژیونه فعال شوي دي.