"کندهار ښار کې موټر بم چاودنې ۲ ملکیان وژلي"
د کندهار ښار د دریمې ناحیې په چوک کې د پنجشنبې په ماښام په موټر بم چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي دي.
دا خبره د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د پنجشنبې په ماخستن ازادي راډيو ته وکړه.
هغه زیاته کړه: "د کندهار د دریمي حوزې د چوک سره یوه موټر سایکل بم چاودنه کړې چي نتیجه کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او شل نور یې ټپيان کړي دي. په همدې پېښه کې زموږ د یادې حوزې مرستیال او یو بل سرتېری سطحي ټپيان شوي دي."
د بارکزي په وینا دا چاودنه د دریمې حوزې د پولیسو پوستې ته نیږدې شوې ده.
د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه هيڅ کس یا ډلې نه دی منلی.