ډبليو ايچ او: پر کویډ۱۹ اخته کسانو ته دې د رمدسیویر درمل نه ورکول کېږي
د روغتیا نړیوال سازمان یوه پلاوي سپارښتنه کړې، چې د کویډـ۱۹ ناروغۍ بستر شویو ته دې د روغېدو لپاره د رمدسیویر ویروس-ضد درمل نه ورکول کېږي.
دغه پلاوي ویلي، دغه درمل د ناروغانو پر ژوندي پاتې کېدو یا د رغېدو د مودې پر لنډېدو «کوم مهم اغېز» نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان دغو متخصصانو نن جمعه اعلان وکړ، د اوسنیو معلوماتو پر اساس، داسې شواهد نه شته چې رمدسیویر درمل دې په کویډـ۱۹ ناروغۍ اخته کس بهتره کړي.
تر لومړنیو څېړنو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او په لسګونو نورو هېوادونو د لنډې مودې لپاره د ګلیاد ساینسیس (Gilead Sciences) په نوم د ویروس-ضد درملو کارونې ته اجازه ورکړې ده.
معلومه شوې، چې دغه درمل په کرونا ویروس ناروغۍ د ځینو اخته کسانو د روغېدو پروسه چټکه کړې ده.