په بېلاروس پولیسو لسګونه معترضان نیولي
په بېلاروس پولیسو نن په لسګونو معترضان ونیول.
پولیسو په پلازمېنه مینسک کې د معترضانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز او صوتي لاسي بمونو څخه کار واخیست.
اعتراض کونکي له قدرته د الکساندر لوکوشینکا د لیرې کېدو او د انتخاباتو د بیا کېدو غوښتنه کوي.
د بېلاروس په نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.
دغه مظاهرې په اګست کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، پیل شوې دي.
د دغو مظاهرو له پیله څو معترضان وژل شوي او په زرګونو نور نیول شوي دي.