د اروپا فوټبال جام سیالۍ؛ فرانسې پرتګال ته ماتې ورکړه
د اروپا د فوټبال د ملتونو جام سیالیو کې بېګاه شپه فرانسې پرتګال ته ماته ورکړه.
د نړيوالو ورزشي ویب پاڼو د خبر له مخې په دغو سیالیو کې فرانسې پرتګال ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او د پرتګال ټیم څلور غوره ټیمونو ته لاره پیدا نه کړه.
په یوه بله لوبه کې بیاد سویس او اسپانیا ټیمونه یو-یو مساوي شول.