Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند کې د "الیاس داعي" فاتحه واخیستل شوه

0
په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند کې د

په کابل، لوګر، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې نن د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي فاتحه واخیستل شوه.

د شنبې په ورځ په کابل، کندز، لوګر، پکتیکا او هلمند ولایتونو د الیاس داعي د فاتحې په مراسمو کې سلګونو کسانو ګډون کړی و.

د فاتحې ګډونوال ځوانيمرګ داعي ته د دعا تر څنګ د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کوي.

په کابل کې د الیاس داعي د فاتحې مراسم په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار جمعه خان اڅکزي او په کابل کې د میشتو هلمندیانو له لوري د کابل د څلورمې کارتې په شېر شاه سوري جومات کې واخیستل شوه.

جمعه خان اڅکزي د فاتحې له مراسمو وروسته ازادي راډیو ته وویل: "په دغه فاتحه کې موږ سره سلګونو کسانو ګډون کړی و، شهید داعي د بیان د ازادي یو ستوری و، د خلکو مظلوم ولس اواز یې تر مسوولینو رساوه، د نوموړي په شهادت د بیان د ازادي په خوله لاس نه نیول کېږي، د هغه په شان زرګونه کسان شته چې د بیان ازادي ته به کار کوي او د الیاس داعي نیمګري ارمانونه به پوره کوي."

په ورته وخت کې په همدې ورځ د کابل په ګاونډ ولایت لوګر کې هم د محمد الیاس داعي د فاتحې مراسم پرځای شول.

د فاتحې مراسم د لوګر د اطلاعاتو فرهنګ ریاست، د لوګر د ازادو ژورنالیستانو ټولنې، د لوګر د خبریالانود خونیدتوب کمېتې او خبریالانو لوري نیول شوي و، د قاتحې ګډنوالو د الیاس داعي وژنې د غندلو ترڅنګ یې د پېښې د عاملین د نیولو غوښتنه وکړه.

پکتیکا پریس کلب او د دغه ولایت خبریالانو هم د الیاس داعي فاتحه واخیسته او د هغه په یاد یې شمعې بلې کړې.

د دغه ولایت د خبريالانو د خونديتوب کميټې مسول خيرالدين ذکې هم د يادې پېښې د وژنې د څيړلو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: "له حکومت نه مو غوښتنه دا ده، چې د داعي په نامه دې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په کابل کې یو څلور لاری ونومول شي، همداشان دې د نوموړي اولادونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي."

اخوا په کندز کې لسګونو تنو خبریالانو، مدني فعاالنو او فرهنګیانو په هلمند کې د ازادي راډیو د خبريال الیاس داعي پر وژل کېدو ژوره خواشیني هم وښوده.

دوی نن په کندز ښار کې سره راټول شوي وو او پر حکومت يې غږ وکړ، چې د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او په دې اړه دې نور غفلت نه کوي.

په شمال ختېځ زون کې د افغان ژورنالیستانو د مرکز مسئول رحمت هلال همنوا، د الیاس داعي وژل کېدل ستره ضايعه وبلله او زیاته کړه، چې حکومت باید د هدفې وژنو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: "د خبریالانو او په مجموع کې د رسینو د کور دا ستره اندېښنه ده ولې خبریالان په نښته کېږي او ولې خبریالان له تاوتریخوالی سره مخ کېږي. چې په همدې موخه نن ګڼ شمېر خبریالان، د رسنیو چارواکي

او فرهنګیان راټول شوي وو تر په دې اړه اندېښنه وښیي او د شهید الیاس داعي اروا ته دعا وکړي."

په کندز کې د اورانوس خصوصي تلویزیون مسئول هدایت هلال زیارمل هم د ازادي راډیو د خبريال الیاس داعي وژل کېدل وغندل او له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دغې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

هغه زیاته کړه: "دالیاس داعي وژنه او د یما سیاوش وژنه واقعاً موږ له امنیتي چارواکو غواړو چې د ټولو ژورنالیستانو د امنیت د خوندیتوب لپاره پوره چمتوالی ونیسي څو دوی په ډاډه زړه باندې د ورځینو پېښو په اړه راپورونه جوړ کړي او په وخت سره اطلاع رسونه وکړي."

بل خوا په هلمند کې دا دویمه ورځ ده، چې د محمد الیاس داعي د فاتحې مراسم روان دي.

له دې وړاندې په ارزګان، ننګرهار، خوست، پکتیا، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د محمد الیاس داعي فاتحه اخیستل شوې وه او تر څنګ يې ګډنوالو د پېښې د څېړنو غوښتنه کړې وه.

تېره ورځ په پکتیا کې یو واټ د الیاس داعي په نوم ونومول شو او همداشان وړمه ورځ په بامیان ولایت کې د هغه په یاد شمعې بلې شوې.

محمد الیاس داعي د تېرې پنجنشبې په ورځ په لښکرګاه کې د ده په موټر پسې د نښلول شوي یا چسپکي ماین به چاودنه کې ووژل شو،د نوموړي وژل کېدل په ملي سیمه ییزه او نړیواله کچه سخت غبرنونو را وپارول.

تراوسه کومې ډلې یا کس د الیاس داعي د وژلو مسوولیت نه دی منلی، له دې وړاندې د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې د طلوع نيوز د سياسي خپرونو بخوانی وپاند یما سیاووش هم په ورته چاودنه کې وژل شوی و.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال په دې وروستیو کې په مدني فعالانو او بنسټونو د وسله والو له لوري د حملو خبرداری ورکړی.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Развиваем систему здравоохранения


Спорт в России и мире
Москва

Андрей Мидловец выиграл якутский финал на первенстве России


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

АО «Транснефть – Прикамье» провело свыше 3 тыс. экологических исследований в I квартале 2024 года





Путин в России и мире
Москва

Мария Захарова раскритиковала высказывание Нэнси Пелоси о Путине и протестах в США


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Михаил Кутушов

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24



Москва

АВТОДОМ Варшавка: новая страница 20-летней истории с брендом EXEED

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net