امریکا کې ولسمشریز انتخابات؛ ډونالډ ټرمپ ماتې ونه منله
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ماتې ونه منله خو په سپینه ماڼۍ کې یې پرون جمعه (د لړم ۲۳مه) د خبرو پرمهال وویل چې ښایي دی د سپینې ماڼۍ څوکۍ ترلاسه نه کړي.
امریکایي رسنیو جوبایډن په دې ټاکنو کې بریالی بللی دی، خو جمهوري غوښتونکي وایي چې رایي دې بیا وګڼل شي.
د جمهوري غوښتونکو د رایو د بیا شمېرلو قضایي دعوه د ارېزونا، میشیګن او پنسلوانیا په مهمو ایالتونو کې رد شوې ده.