په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د والیبال د ملي لوبډلې روزونکي محمد یوسف صادق نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دغې لوبو پرانېسته تېره ورځ وشوه خو کومه لوبه ونه شوه.
د ده په خبره، نن به په لومړنۍ لوبه کې د سپین غر او نګین لوبډلې سره مخ شي.
یادې سیالۍ یوه اونۍ دوام کوي چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی.
د ښاغلي صادق په خبره د والیبال په یادو سیالیو کې له مرکزي زون څخه ام البلاد له شمال زون څخه سپین غر له ختیځ زون څخه چنار له جنوب څخه بست او له جنوب لوېديخ څخه هریوا ګډون کوي.