د هرات د بدني ښکلا او فټنس ۲ لوبډلې مشخصې شوې
د هرات د بدني ښکلا او فټنس دوه لوبډلې مشخصې شوې.
د دغه ولایت د ورزش او بدني روزنې ریاست سرپرست احمد جاوېد رسولي نن ازادي راډیو ته وویل،چې د بدن ښکلا فدراسیون دغه سیالۍ په ۵ کټګوریو کې ترسره شوې.
په یادو سیالیو کې ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی.
د سیالیو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل او ملي سیاليو ته چمتووالی په ګوته شوی.
یادې سیالۍ د جمعې په ورځ پیل او نن پای ته ورسېدې.