د امریکا مرستیاله ولسمشره کماله هاریس څوک ده؟
تر هغې وړاندې یواځینی ناسپین وګړی چې د امریکا مشرۍ ته رسېدلی و بارک اوباما و چې له ۲۰۰۸ میلادي کال تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې یې د ولسمشر په توګه واکمني درلوده او جو بایډن یې مرستیال و.
کماله هارېس ۵۶ کلنه او د کلیفورنیا ایالت مخکنۍ لویه څارنواله ده؛ مور یې - شیامالا ګوپالان چې بیولوجیسته وه، په انګرېزي هند کې زېږېدلې، وروسته د زده کړو له پاره امریکا ته تللې او د کلیفورنیا په بېرکېلي کې یې لوستونه بشپړ کړي دي.
د کمالې پلار – ډونالډ هارېس هم په ۱۹۶۱ کال کې له جامایکا نه کالیفورنیا ته ولاړ او په هماغه پوهنتون کې د اقتصاد محصل او وروسته سانفرانسیسکوته څېرمه په سټانفورډ پوهنتون کې استاد شو.
کماله هارېس په وروستیو کلونو کې د ډیموکرات ګوند د وتلو سیاستوالو ډلې ته ننوتله.
د ۲۰۲۰ میلادي کال په ګوندي ټاکنو کې ولسمشریزۍ ته هم درېدلې وه، خو چې ډېره پلوي یې ونه شوه له لنډې مودې وروسته له سیالۍ ووتله.
د خپل کاري ژوندانه په لومړیو کې یو مهال په سان فرانسیسکو کې د یوې ښاري ناحیې څارنواله او بیا د کلیفورنیا لویه څارنواله وه چې وروسته د سناتورې په توګه غوره شوه.
کماله ټکی په سانسکرېټ ژبه کې د شنه نیلوفرو یا کملو ګل ته وایي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي چې په ډاګه یې ډونالډ ټرمپ ستایه، وخت ونه بایله او بې ځنډه یې کمالې هارېس ته مبارکي وویله او پر ټویټر یې ولیکل: "د هغې بری ټولو امریکایي هندیانوته یو لوی ویاړ دی."
ښاغلي مودي وروسته وویل: "ډاډه یم چې د هند او امریکا پیاوړي اړیکي به ستاسې په ملاتړ او مشرۍ لا نور پیاوړي شي."
د جامایکا صدراعظم وویل، د کاراييب سیمې دغه ملت د هارېس په غوره کېدو 'ویاړېدلی' دی.
صدراعظم اندریو هولنیس وویل: "امریکا به د کمالې هارېس په څېره کې خپله لومړنۍ مرستیاله ولسمشره ولري او موږ ویاړو چې د هغې خټه کې د جامایکا میراث هم شته."
نورو مشرانو هم د اغلې هارېس د ټاکل کېدو تاریخي ماهیت ته اشاره کړې ده.
جرمن صدراعظمې انګېلا مېرکل چې په خپله هم لومړنۍ ښځه وه چې د جرمن صدارت ته رسېږي پر ټویټر ولیکل: "زه د زړه له کومي 'بایډن' ته د نېکمرغۍ او بري هیله لرم او دغه راز کمالې هاریس ته هم مبارکي ورکوم چې د خپل هېواد لومړنۍ مرستیاله ولسمشره شوه."
د برتانیا صدراعظم بوریس جانس چې هغه هم ټرمپ ته نژدې بلل کېده، د بایډن او هارېس بری 'تاریخي بریا' بللې ده.
