بلاروس کې زرګونه کسانو بیا لاریون کوي
دا پرلهپسې ۱۳مه یکشنبې ده چې په بلاروس کې د لوکاشینکا ضد اعتراضونه ترسره کېږي. د تېرې یکشنبې د ورځې په اعتراضونو کې له ۲۰۰ زیات کسان د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوي و.
په دې هېواد کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکاشینکا یې ګټونکی اعلان شوی، مظاهرې پیل شوې مظاهرې تر اوسه روانې دي.
