بېلاروس کې امنیتي ځواکونو له ۲۰۰ زیات اعتراض کوونکي نیولي
په بېلاروس کې امنیتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې د وروستیو ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې په پلازمېنه مېنسک کې له ۲۰۰ زیات کسان نیولي دي.
پرون یکشنبې (د لړم ۱۱مه) په زرګونو کسانو په مېنسک کې په یوه مظاهره کې ګډون کړی وو او له واکه د الکساندر لوکا شېنکو د لېرې کېدو غوښتنه یې کوله.
په بېلاروس کې دغه اعتراضونه په اګسټ میاشت کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو پر سر چې لوکا شینکو یې ګټونکی اعلان شوی، پیل شوي دي.
په ورته وخت کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وایي، کره شواهد شته چې د دغو انتخاباتو په نتیجه کې لاس وهنه شوې ده.
دغه سازمان په یوه راپور کې چې درې ورځې وروسته بهیې د خپلو دایمي غړیو شورا ته وړاندې کوي، دغه راز ویلي چې د بېلاروس امنیتي ځواکونو د سولهییزو اعتراض کوونکو پر وړاندې په منظم ډول له بشري حقونو سرغړونې ترسره کړي دي.