داسې مهال چې وروستیو کې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت ځینو توصیهلیکونو کې له خلکو ځینې غوښتنې مطرح کړي، خو ځیني وايي دا یوه شخصي مسئله ده او په دې اړه واک هم باید له خلکو سره وي.
په یوه تازه خپره شوې وېډیو کې په کابل کې د طالبانو حکومت یو عسکر د یوه روغتون پورې اړوند موټر درولی او موټر چلوونکي تهیې وايي، په موټر کې د ناستو ښځو مخونه باید لوڅ نهوي، دا هغه خبره ده چې وروستیو کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د یوه توصیې په ډول موټر چلوونکو ته کړې.
دا وېډیو په همدې موټر کې ناستې یوې ډاکترې ثبت کړې. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري هغه اندېښنو ته ځواب ویلی چې افغان ښځې ورسره مخ دي.
مېرمن امیري پر دې دندې له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل په خپله ټویټرپاڼه افغان نجونو او ښځو ته ډاډ ورکړی چې په ستونزو یې خبره ده.
اغلې امیري لیکلي: "د یوې ښځې او مور په صفت، زه ډېره ښه پوهېږم چې په افغانستان کې ښځې او د هغوی ماشومان د بشري ناورین دروند بار زغمي."
مېرمن امیري دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په دې دنده وګمارل شوه. Читать дальше...
د اسرائیل دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې هېواد یې د امریکا له متحده ایالاتو د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخلي.
دا تړون پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې اسرائیل ۱۲ (CH-53K) هلیکوپټر او دوه تېل ورکوونکې بوئینګ (KC-46) الوتکې اخلي.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې اسرائیل کولای شي چې د تړون له مخې شپږ نورې هلیکوپټرې هم وپېري.
تمه ده چې دا هلیکوپټر په ۲۰۲۶ کال او تېل ورکوونکې الوتکې یو کال مخکې تر دې نېټې اسرائیل ته وسپارل شي.
د نوي کال مراسم د نړۍ په ډېرو لویو ښارونو کې لغوه شوي یا هیله شوې ده چې پراخ ونهلمانځل شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې نیول شوې ده چې د کرونا نوې بڼه اومېکرون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپره شوې ده.
تر یوې میاشتې مخکې پورې داسې ښکارېده چې د کرونا ضد واکسین له برکته به په نړۍ کې په میلیاردونو کسان وتوانېږي چې د نوي کال په مراسمو کې له بندیزونو پرته برخه واخلي.
د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د نوي کال د لمانځلو جشن لغوه شوی دی، د هند په پلازمېنې نوې ډېلي هم ورته پرېکړه شوې ده.
په اروپا کې د اتن،... Читать дальше...
د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ کال لپاره د برېښنا د پلور تړون لاسلیک کړ.
برښنا شرکت په یوې خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی، خو دا یې نهدي ویلي چې کلهیې دا تړون کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تړون له مخې به دوه میلیارده کیلو واټ برېښنا د یوه کال په موده کې د شااوخوا ۱۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ترلاسه کړي.
جرمني به نن درې اټمي بټۍ مړې کړي. دا د هغو هڅو یوه برخه ده چې دا هېواد یې کوي څو یو مخ له اټمي انرژي ځان خلاص کړي.
د چارواکو په وینا د برېښنا د تولید دا درې بټۍ په بروکدروف، ګروندي او د ګرندرمینګین (سي) مرکز کې دي چې د نوي کال په شپه بهیې فعالیت بند شي.
په دې ډول به په ۲۰۲۲ کال کې په جرمني کې د برېښنا د تولید درې نورې اټمي بټۍ پاتې شي چې هغه به بیا بل کال مړې شي او له دې سره به هغه پلان بشپړ شي چې په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني صدراعظمې انګلا مېرکل په وخت، د جاپان د فوکوشیما د اټمي بټۍ تر ناوړه پېښې وروسته پيل شوی و. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د مالي او تخنیکي امکاناتو د کموالي له امله معتادین د درملنې د مرکزونو پر ځای په زندانونو کې اچولي دي.
له دې زندانونو څخه يو هم د کندهار مرکزي محبس دی چې اوسمهال نږدې زر تنه معتادین پهکې ساتل کېږي.
په زندان کې د معتادینو ساتل د يوې ورځې خبره نهده، بلکې د دوی شمېر ورځ په ورځ پسې ډېرېږي.
دا معتادین که څه هم په زور له کوڅو او لارو څخه راټول شوي او دې زندان ته راوړل شوي، خو بيا هم د طالبانو په دې کار خوښ دي.
محمد چې د تېرو درېيو کالو راهيسې هیروئین څکول او اوس د طالبانو لهخوا... Читать дальше...
يوه مياشت مخکې د طالبانو حکومت د افغانستان له څو ولایتونو څخه معتادین راټول او زندانونو ته واچول.
خو اوس دغه معتادین چې نږدې درې زره کېږي او د کابل او فراه ولايتونو په زندانونو کې ساتل کېدل، د معتادینو د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.
د طالبانو حکومت امنيتي او روغتیايي چارواکي وايي، ځيني معتادین بيا تر جوړېدو وروسته په ضمانت له زندانونو څخه خوشې او کورنیو ته سپارل شوي دي.
د فراه امنيه قوماندان نعمتالله معصومي ازادي راډيو ته وويل: "مجاهدینو شپږ، شپږ نیم سوه معتادین راټول او په زندانونو کې يې... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي د افغان ښځو او ماشومانو په ستونزو ډېره ښه پوهېږي.
هغې دا خبره نن په یوه ټویټ کړې ده.
امیري ویلي: "د یوې ښځې او یوې مور په صفت، زه ډېره ښه پوهېږم چې ښځې او د هغوی ماشومان په افغانستان کې د بشري ناورین دروند بار زغمي."
امیري دا ټویټ د یوه پیغام په ځواب کې چې د افغان مېرمنو په استازیتوب دې ته په خطاب لیکل شوی کړی دی.
په هغه پیغام کې چې په خپله مېرمن امیري هم خپور کړی د افغان ښځو په استازیتوب راغلي: "موږ هرو مرو خپل... Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي.
د بلوچستان د اعلا وزیر د کورنیو چارو سلاکار ضیا الله لانګو ویلي، د ریموټ کنټرول بم چاودنه پرون ماخوستن پر جناح سړک وشوه.
د کوټې د پولیسو مشر فدا حسین وايي، چاودنه داسې مهال وشوه چې د جمعیت علمای اسلام ډلې غړي او پلویان د پېښې له ځای سره نږدې له یوې غونډې څخه کورونو ته روان ول.
د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو چاودنه د "ترهګر برید" په نوم یاده کړه او پهکې یې پر مرګژوبلې خپګان وښود. Читать дальше...
وال سټریټ ژورنال
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، دوه لسیزې مخکې ایران د امریکا له متحده ایالاتو سره مرسته وکړه چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې نسکوره شي. د ورځپاڼې په باور هغه مهال تهران د طالبانو رژیم ته د خپل ملي امنیت لپاره د یوه تهدید په سترګه کتل.
ورځپانه وړاندې لیکي، اوس چې طالبانو له شااوخوا څلور نیم میاشتو راهیسې کابل نیولی دی، ایران او افغانستان دواړه د متحده ایالاتو له سختو بندیزونو سره مخامخ دي، دې بندیزونو دغه دواړه هېوادونه هڅولي دي چې خپل ایډیالوژیک او سیاسي اختلافات اړخ ته کړي... Читать дальше...
د اوکراین په پولو کې د کړکېچ له زیاتېدو سره سره بېګا د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره نږدې یو ساعته ټیلیفوني خبرې وکړې.
دا په تېره یوه میاشت کې د دوی دوهم وار خبرې دي.
د راپورونو له مخې د دوی خبرې تر ډېره د اوکراین په کړکېچ او د روسیې-ناټو په راتلونکو خبرو څرخېدې.
کرملېن وايي، جو بایډن د اوکراین پر سر د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې پر روسیې د پراخو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.
د راپور له مخې ولادیمیر پوتین هم دا خبرداری ورکړی چې پر روسیې بندیزونه به له امریکا سره اړیکې جدي زیانمنې کړي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، د پخوانیو پوځي منسوبینو، قوماندانانو او نورو فعالانو د نیول کېدو، لادرکۍ او ربړونې پېښې د دوی لهخوا تعقیبېږي.
د طالبانو حکومت یوه ویاند احمد الله وثیق پرون ازادي راډیو ته وویل، طالبان د خپل مشر ملا هبتالله اخند د ټولبخښنې فرمان ته ژمن دي.
دی زیاتوي: "دغه موارد دومره ډېر نهدي چې په رسنیو کې یې یادونه کېږي. په کوم ځای کې چې خپلسري او سرغړونه شوې وي، هغه تعقیبوو."
تېره دوشنبه د ملي اردو د یوه کنډک د پخواني قوماندان ډګرمن رحمتالله قادري د وېډیو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې غوغا جوړه کړه. Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي له اګسټ څخه نیولې تر نومبر میاشتې پورې یې په افغانستان کې له ۱۶ زره ۷۰۰ ډېرو ښځو ته روغتیايي بستې ورکړې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو مرستو هدف دا دی چې په افغانستان کې د ماشومانو زېږون په خوندي ډول ترسره شي.
د دې ادارې یوه لومړنۍ ارزونه ښيي چې د بشري بحران له پراخېدو سره ښايي په افغانستان کې ګڼې میندې د مرګ له ګواښ سره مخامخې شي.
ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې په دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ماشوم په اومېندوارۍ پورې د اړوندو ستونزو له کبله مري.
طالبان وايي، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو ریاستالوزرا وايي د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو پرون د ریاستالوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې پر دې موضوع بحث وکړ.
د ریاستالوزرا د پرونۍ اعلامیې له مخې ملا برادر له افغانانو سره د چین د بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره ګامونه واخیستل شي.
له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، دا د طالبانو... Читать дальше...
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یې د فزیکي توانمندۍ د یوه مرکز جوړولو چارې پیل شوې.
دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د دې مرکز جوړېدل به د مراجعینو شمېر په ورځ کې له ۱۲۵ څخه ۲۵۰ ته زیات کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په حواله، دا نوې ودانۍ به د نورو برخو ترڅنګ د سپورټ ځای هم ولري.
د امریکا متحده ایالاتو پرون د ایران لهخوا د نوي توغندي د توغولو په اړه اندېښنه وښوده او ویېویل، په دغسې فعالیتونو کې له هغه تخنیک څخه کار اخیستل کېږي چې د دغه هېواد د بالیستیک توغندیو له پروګرام سره نوره مرسته کوي.
پرون تر دې مخکې ایران اعلان وکړ چې د یوه توغندي په مرستهیې درې تحقیقاتي وسیلې فضا ته توغولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل، واشنګټن د ایران د دغسې توغونو له انکشاف څخه چې د وسلو د خپرولو په برخه کې مهمې اندېښنې ولاړوي، اندېښمن دی.
د هغې په خبره د ایران دغه اقدام... Читать дальше...
ټاکل شوې د عراق پارلمان د جنورۍ میاشتې پر نهمه پرانیستل شي.
دا به وروسته له هغې چې په اکټوبر میاشت کې د پارلمان لپاره وکیلان وټاکل شول، لومړی وار وي چې پارلمان خپله جلسه کوي.
په عراق کې چې ګڼ قومونه پهکې ژوند کوي او په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا په رهبرۍ له یرغل راهیسې چې په نتیجه کې یې پخوانی دیکتاتور صدام حسین له واک څخه وپرځول شو، د حکومت پر تشکیل پېچلې مذاکرې کېږي او د اکټوبر د ۱۰مې تر پارلماني ټاکنو وروسته پارلمان درې میاشتې وروسته د وفادارۍ لوړه کوي.
د عراق ولسمشر برهم صالح په یوه اعلامیه... Читать дальше...
په ځینو هغو هېوادونو کې چې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو بېسارې پېښې پهکې ثبت شوي، حکومتونه د تجرید پالېسیو پر اقتصادي او ټولنیزو اغېزو غور کوي.
دغه پالېسۍ تر دې مخکې کرونا وبا به کنټرول کې زیاتې ګټورې نهدي ثابتې شوي.
څېړنې ښيي چې د کرونا وبا نوې بڼه اومېکرون چې علایمیې خفیف دي او د مخکېنیو بڼو په څېر د مړینو سبب کېږي هم نه، په ځانګړي ډول په واکسین شویو کسانو کې.
په کرونا ویروس د ډېرو خلکو اخته کېدلو د روغتیايي څارنې نظامونه چې دغې دوه کلنې وبا له وړاندې اغېزمن کړي، نور هم تر فشار لاندې... Читать дальше...
د ایران د اټمي تړون د بیا احیا لپاره د مذاکرو اتم پړاو چې په ویانا کې روان و، پرون ماسپښین د نوي میلادي کال د پای د رخصتۍ له کبله د درېیو ورځو لپاره وځنډول شو.
په دغو خبرو کې د ایران ترڅنګ د بریتانیا، جرمني، فرانسې، روسیې او چین ډیپلوماتانو برخه درلوده.
غربي ډیپلوماتانو دغه خبرې عاجلې او ایران هغه مثبتې ارزولې دي.
د ایران د هیئت مشر علي باقري د مذاکرو تر ځنډېدو مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مرستیالې انریکه مورا سره وکتل.
په دغو خبرو کې د روسیې استازي میخایل اولیانوف په خپل ټویټر کې... Читать дальше...
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا ایاوام (IOM) وايي ۲۰۲۱م کال چې ننیې وروستۍ ورځ ده، د زیاتو افغان وګړو لپاره له کړاوه ډک و.
دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، په دې کال په سلګونو زره نوي کسان له خپلو مېنو بېځایه شول او تر یو ملیون زیات نور بیا له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته اخراج کړای شول.
د کډوالۍ نړیوال سازمان له خپل دغه متن سره د خپل درخواست هغه لېنک هم خپور کړی چې له مرستندویانو یې په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د څه کم ۱۵۸ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
ЦСКА и МФТИ заключил соглашение о сотрудничестве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Камила Джорджи
Экс‑теннисистка Джорджи обвиняется в краже мебели и ковров на €100 тысяч — СМИ
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Более 600 деревьев высадили в дендропарке Ногинска
Путин в России и мире
Москва
Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Победительница «Холостяка» и бывшая Тимати Катя Сафарова появилась на Каннском фестивале
Москва
Сожительница замглавы МО Иванова переоформила машины на других владельцев
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net