د پاکستان بلوچستان کې یوې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او ۱۵ نور ټپيان دي
د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپيان کړي.
د بلوچستان د اعلا وزیر د کورنیو چارو سلاکار ضیا الله لانګو ویلي، د ریموټ کنټرول بم چاودنه پرون ماخوستن پر جناح سړک وشوه.
د کوټې د پولیسو مشر فدا حسین وايي، چاودنه داسې مهال وشوه چې د جمعیت علمای اسلام ډلې غړي او پلویان د پېښې له ځای سره نږدې له یوې غونډې څخه کورونو ته روان ول.
د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو چاودنه د "ترهګر برید" په نوم یاده کړه او پهکې یې پر مرګژوبلې خپګان وښود.
ده زیاته کړه چې د برید عامیلن به د قانون منګولو ته سپاري.
د حملې مسؤلیت چا نهدی منلی. په بلوچستان کې یو شمېر بلوڅ بېلتونپالې او نورې وسلهوالې ډلې فعاله دي.