د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او د اففانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره لیده کاته کړي او د افغانستان لپارهیې د بشري مرستو په راټولولو ټینګار کړی دی.
امیر خان متقي د یو پلاوي په مشرۍ له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلامي همکاریو سازمان په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته تللی و چې نن دوشنبه بېرته کابل ته ستون شو.
د طالبانو حکومت... Читать дальше...
د اسلامي همکاریو سازمان «OIC» د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه.
د افغانستان لپاره په اسلاماباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان له ځانګړې غونډې وروسته د دې سازمان سکرتر جنرال حسین ابراهیم طه، خپل نږدې همکار طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ونوماوه.
د افغانستان په اړه د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو دا یو ورځنۍ فوقالعاده غونډه د سعودي عربستان په نوښت پرون د پاکستان د صدراعظم عمران خان په کوربهتوب جوړه شوې وه چې پهکې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وشو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د اسلامي همکاریو د سازمان پرونۍ غونډه مهمه او رغنده بللې ده.
ښاغلي وېسټ په خپل ټویټر لیکلي دې ناستې مهمې لاسته راوړنې درلودې چې له هغې ډلې د بشري مرستو لپاره د یوه صندوق پرانیستل او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان او ای سي د ځانګړي استازي ټاکل د یادونې دي.
وېسټ زیاته کړې چې متحده ایالات د افغانستان په تړاو د او ای سي له دریځ او همکاریو تود هرکلی کوي.
د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوقالعاده... Читать дальше...
په فیلیپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت.
چارواکو نن وویل چې تر اوسه ۵۲ کسان لادرکه دي او له یو شمېر ولایتونو او مرکزي ښارګوټو سره اړیکې پرې شوي.
د فيلیپین د ملي پولیسو په وینا لږ تر لږه ۲۰۸ کسان وژل شوي او ۲۳۹ نور ټپیان دي.
لیرې پرتو سیمو ته د بېړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي رسېدلي او وېرهیې ځي چې د تلفاتو شمېر لاپسې لوړ شي.
دغه توپان د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۷مه په فیلیپین کې پيل شو.
ډېری کسان د ونو د راغورځېدو، د دېوالونو د نړېدو، په سېلابونو کې د ډوبېدو او د ځمکې ښويېدنې له امله مړه شوي دي.
په هلمند کې د کجکي د اوبو بند چارې ۹۲ فيصده بشپړې شوي او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې بهيې د لومړني توربين فعاليت پيل شي.
د ترکيې هېواد د سوداګرۍ شورا پلاوي تېره ورځ ناوخته کابل کې د طالبانو حکومت د رئيسالوزرا لومړي مرستيال سره په ليدنه کې ويلي، د کجکي بند لومړی توربين ۳۳ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفيت لري.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ترکي پلاوي دغهشان د کجکي بند شااوخوا کې يو شمېر فابريکو ته د فعاليت د زمينې برابرونې خبره هم کړې.
په خبرپانه کې ويل شوي چې د ۲۰۲۲... Читать дальше...
د افغانستان بانک وايي، ملګرو ملتونو په وروستۍ یوه میاشت کې له افغانستان سره د ۱۰۲ ملیونه ډالرو نقدي مرسته کړې ده.
دغه بانک زیاتوي چې دغه پیسې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل شوې دي.
هغه معلومات چې دغه بانک ازادي راډیو ته ورکړي دي، د ملګرو ملتونو سازمان تر اوسه له افغانستان سره ۵ جوپې نقدي مرستې کړې دي.
په دې مرستو کې د ډالرو دوه ۱۶ ملیوني، دوه ۱۹ ملیوني او یوه ۳۲ ملیوني جوپه شامله ده چې دغه سازمان په وروستۍ یوه میاشت کې افغانستان ته لېږلي دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نورزي ازادي... Читать дальше...
د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د سلګونو پوځیانو ځای پر ځای کېدو نهیوازې په اوکراین، بلکې په نورو لوېدیځو هېوادونو له دې ډلې جرمني کې اندېښنې ولاړې کړې دي.
د جرمني دوو وزيرانو د اروپايي ټولنې پخوانی خبرداری بیا تکرار کړ، هغه دا چې پر اوکراین د پوځي یرغل په صورت کې به روسیه له سختو بندیزونو سره مخامخه شي.
دوی ویلي، دا احتمال کولای شي برلین دې ته مجبور کړي چې له مسکو سره د نورد سټریم-۲ په نوم د طبیعي ګازو د نللیکې په تړاو پر خپله همکارۍ بیا غور وکړي.
دا تازه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي... Читать дальше...
په افغانستان کې د بشري بحران په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان رابلل شوې فوقالعاده غونډه پرون ناوخته له افغانستان سره د بشري مرستو په ژمنو سره پای ته ورسېده.
دغه یو ورځنۍ غونډه چې په اسلاماباد کې وشوه او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پهکې برخه اخیستې وه، له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه مالي صندوق پر ایجاد پهکې موافقه وشوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په پای کې وویل،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي، دغه سازمان به په افغانستان کې له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره راروان میلادي کال د څلورنیم میلیارده ډالرو مالي مرستې غوښتنه وکړي.
د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال، مارتین ګریفیټس (Martin Griffiths) پرون په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل دا به د بشري مرستو تر ټولو لوی پیل وي.
د ده په وینا د ملګرو ملتونو پلان دا دی چې له څه باندې ۲۱ ملیون افغانانو سره چې د ژوند ژغورنې مرستې ته اړتیا لري، بشري مرسته وشي. Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د ژمي پر مهال د افغان ماشومانو په لاسنیوي کې ځنډ، ښايي د ډېرو ماشومانو د مړینې سبب شي.
د یونېسف د جنوبي اسیا څانګې پرون په یوه ټویټ کې له مرستندویو هېوادونو او سازمانونو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې د مرستې لپاره همدا اوس لاس په کار شي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افغانستان څه باندې نیمايي وګړي چې په هغوی کې ۱۲،۹ ملیونه ماشومان شامل دي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو ګډون مهم وباله.
د افغانستان لوبډله تر تمرینونو وروسته، پرون په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره متحده عرب اماراتو ته ورسېده.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د اسیايي جام سیالیو کې ګډون وکړي. په دغو سیالیو کې اته هېوادونه ګډون لري. د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله به د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له متحده عرب اماراتو د وېسټ انډیز پر لوري سفر وکړي."
ښاغلی هوتک... Читать дальше...
د فيلیپین د یوه مرکزي ولایت والي، پرون یکشنبه وویل چې د رای په نوم توفان په نتیجه کې د ۷۲ نورو کسانو مړي پیدا شوي دي.
د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، په فیلیپین کې د دې توفان له کبله چې د روان کال تر ټولو سخت هغه بلل شوی، په ټوله کې د مړو شمېر ۱۴۶ ته ورسېد.
د بوهول والي ارتور یاپ وویل، تر اوسه ۱۰ کسان ورک او ۱۳ نور ټپیان دي.
د ده په وینا ممکن د مړینو شمېر تر دې زیات وي، ځکه له زیاتو ښارګوټو سره تماسونه پرې شوې دي.
پرون زرګونه کسانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف سولهییز لاریون وکړ.
په اروپا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره جوخت د بلجیم حکومت یو لړ محدودیتونه ولګول.
ځینو کسانو له ځانونو سره دا شعارونه لېږدول، ما کافي ډوزه واکسین کړی، یا هم نور نو بس دي!
د لاریون برخهوالو د حکومت پر هغه امر هم انتقاد وکړ چې خلکو تهیې د واکسین د لګولو لپاره کړی دی.
په بلجیم کې په ټوله کې د کرونا ویروس نږدې دوه ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د ایران روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې، اومېکرون د لومړۍ پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت مرستیال کمال حیدري، پرون د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل، په دې ویروس اخته شوی کس، یو پوخ عمره سړی دی چې په وروستیو کې له متحده عرب اماراتو ایران ته ستون شوی دی.
روېټرز خبري اژانس د ښاغلي حیدري په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، په تهران کې د دغه کس د قرنطین لپاره لازم اقدامات شوي دي.
اومېکرون د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې تېره میاشت د لومړي وار لپاره په جنوبي افریقا کې کشف شوه. Читать дальше...
ګڼو ورځپاڼو د اسلام اباد په کوربه توب د افغانستان د بشري بحران د ختمولو په لارو چارو باندې د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناستې تمرکز کړی دی.
ډېلي مېل
له دې ډلې د ډېلي مېل په خپره شوې مقاله کې راغلي چې اسلامي نړۍ له بې وزله افغانستان سره د مرستو لپاره یو موټی شو.
ډېلي مېل په دې مقاله کې د 'او.ای.سي' د فوق العاده غونډې د اکثرو ویناوالو عمده پیغام هغه خبرداری بللی چې که له افغانانو سره مرستې ونه شي ټولې سیمې باندې به ناوړه اغېزې ولري.
افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Гонки на яхтах и практики лидеров рынка: предприниматели Татарстана станут участниками образовательной регаты в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
АО «Транснефть – Дружба» провело экологические акции
Путин в России и мире
Москва
Кадыров встретился с Путиным в Москве и пригласил его в Чечню
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Запись от имени Президента Беларуси сделана в книге соболезнований в посольстве Ирана
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Луи Армстронг
Будет выпущен неизданный концертный альбом Луи Армстронга
Москва
Актриса Дарья Повереннова снялась в откровенном образе в нижнем белье
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net