د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه
![د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه](https://gdb.rferl.org/81feda77-4b18-458c-94ce-3f845c7c6f79_w800_h450.jpg)
د اسلامي همکاریو سازمان «OIC» د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه.
د افغانستان لپاره په اسلاماباد کې د اسلامي همکارۍ سازمان له ځانګړې غونډې وروسته د دې سازمان سکرتر جنرال حسین ابراهیم طه، خپل نږدې همکار طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ونوماوه.
د افغانستان په اړه د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو دا یو ورځنۍ فوقالعاده غونډه د سعودي عربستان په نوښت پرون د پاکستان د صدراعظم عمران خان په کوربهتوب جوړه شوې وه چې پهکې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار وشو.