طالبان وایي، د کابل ټایمز د خبریال سید راشد کاشفي د وهل ټکولو موضوع څېړي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر عزام نن رسنیو ته ویلي، دوی د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي.
دی زیاتوي: "د کابل ټایمز د خبریال سید راشد قضیه تر څېړنې لاندې ده، د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی، د رسنیو او خبریالانو په وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه نهورکوي."
سید راشد کاشفي پرون شنبه په کابل کې د طالبانو لهخوا توقیف او وهل شوی دی.
د افغانستان د ازادو خبریالانو... Читать дальше...
شااوخوا ۲ زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي.
دغه شمېرې له خبریالانو د دفاع کمېټې او خپلواکو خبریالانو د ټولنې لهخوا ازادي راډیو سره شریکې شوې دي.
د خپلواکو خبریالانو له حقونو د دفاع کمېټې معلومات ښیي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې په رسنیز ډګر کې د ښځینه خبریالانو له لاسه تللي حقونه په تېرو ۲۰ کلونو کې بېمخینې وو.
د خپلواکو خبریالانو له حقونو د دفاع کمېټې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي، امنیتي ستونزې... Читать дальше...
ترکیې نن د لومړي ځل لپاره د کرونا د بدلې شوې بڼې اومېکرون شپږ پېښې تأیید کړې.
دغلته مسؤلانو ویلي چې ناروغانیې ډېرې شدیدې نښې نښانې نهلري.
د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین کوچا ویلي، یوه پېښه په استانبول او پنځه نورې په ازمیر ښار کې ثبت شوي چې ناروغانیې بستر شوي نهدي.
اومېکرون چې د لومړي ځل لپاره په جنوبي افریقا کې کشف شو، تر اوسه د نړۍ ۶۰ هېوادونو ته خپور شوی دی.
د سیمې لسګونه هېوادونو له جنوبي افریقا سره په تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.
د اسرائیل صدراعظم نفتالي بېنټ نن اعلان کړی چې متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
دا د خلیج دغه هېواد ته د اسرائیلي صدراعظم لومړنی سفر دی.
بېنټ خپلې کابینې ته ویلي چې د اماراتو سفر نن پيلوي او دفتر یې ویلي چې د اماراتو له ولیعهد محمد بن زاید سره پر اقتصادي او پوځي اړیکو خبرې کوي.
د اسرائیل او متحده عربي اماراتو اړیکې د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب رسمي شوې او دا له همغه وروسته د لوړې کچې لومړنی اسرائیلی پلاوی دی چې ابوظبي ته ځي.
اسرائیل پر اماراتو سربېره له اردن او مصر سره هم اړیکې رسمي کړې دي.
په هېواد کې د اسعارو د بدلولو تر ټولو ستر مرکز، سرای شهزاده د صرافانو ټولنې غړي وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بېساري ډول لوړه شوې ده.
د دې ټولنې د رهبرۍ غړی حاجي زیرک ازادي راډیو ته وویل، نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۱» یو ډالر په ۱۱۰ افغانۍ تبادله کېږي.
ښاغلي زیرک ازادي راډیو ته وویل: "موږ له دې وړاندې هم له افغانستان بانک سره تماس نیولی و ترڅو هغوی په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. هغوی باید مداخله وکړي او په دې برخه کې د دوی مداخلې ته اړتیا ده. تقاضا زیاته ده، خو په سرای شهزاده... Читать дальше...
له دوی یو شمېرو یې چې په فراه کې اوسېږي او مخکې یې په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې زدهکړې کولې یا هم یې تدریس کاوه، خپلې دندې بدلې کړي دي.
دوی وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مجبورې شوي چې د خیاطۍ او ارایشګرۍ په څېر دندو ته مخه کړي.
د اقتصادي بندیزونو نرمښت؛ له طالبانو سره د اړیکو نږدېوالی، که افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو د مخنیوي هڅه.
د طالبانو حکومت د امریکا متحده ایالاتو هغه پرېکړه ستايي او هرکلی یې کوي چې د یوه جواز په صادرولو سرهیې افغانستان ته د پیسو د لېږد رالېږد اجازه ورکړې ده.
د امریکا د خزانې وزارت د لیندۍ په ۱۹مه په دې اړه یو عمومي جواز صادر کړ او دا اجازهیې هم ورکړه، هغه خلک او مؤسسې چې د پیسو د استولو په چاره کې دخیل دي، پر طالبانو د امریکا له بندیزونو معافېږي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...
په هندوستان کې لسګونه ایسار افغانان کابل ته ورسول شول.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل ۸۵ تنه د کام ایر شرکت په الوتکه کې پرون کابل ته رارسېدلي.
وثیق وویل: "له کافي ځنډ وروسته د کام ایر شرکت لهخوا هندوستان ته لومړنی پرواز ترسره شو چې له کابلهیې یو شمېر مسافرین هندوستان ته یوړل او له هندوستانهیې هغه ۸۵ تنه افغاني مسافرین چې هلته ایسار پاتې وو هغوی یې را انتقال کړل."
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډسمبر په ۱۰مه له کابله یوه الوتکه... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید د مرستو لپاره هره ممکنه لار وکارول شي.
هغه دا خبره پرون په اسلاماباد کې له یوه ډله امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې کړې.
له امریکایي سناتورانو انګس کېنګ، ریچارد بر، جان کورنېن او بنجامین ساسي سره په لیدنه کې ښاغلي خان همدارز له امریکا غوښتي چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ادا کړي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر د امریکايي سناتورانو په حواله لیکلي چې دوی له افغانستانه د خلکو د را ایستلو په بهیر کې د پاکستان هڅې ستایي. Читать дальше...
په فراه ولایت کې یو دیني عالم وژل شوی دی.
د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل ازادي راډیو ته تأيید کړه چې د اهل تشیع یو دیني عالم شېخ محمد اسماعیل موحدي شنبه ماسپښین د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې د نامعلومو بریدګرو لهخوا وژل شوی.
عدیل زیاته کړه چې د قتل علت نهدی معلوم او د دوی ځواکونه د پېښې په عاملینو پسې ګرځي.
وړمه ورځ هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه تنه د یوه لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي.
د امریکا په منځنیو او جَنوبي ایالاتونو کې زورورې بوړبوکۍ او توپانونه روان دي او شېبه په شېبه د زیانونو او تلفاتو شمېر زياتېږي.
د کنټکي والي انډي بېشېر ویلي یوازې په دغه ایالت کې له ۷۰ زیات کسان وژل شوي.
په دغو توپانونو کې له مشهورو ورانو شویو سیمو په کنټکي کې د شمعو فابریکه، په لوېدیځ ایلینای کې د امازون ګدامونه او په ارکنساس کې پالنځای دی.
د راپورونو له مخې ټولو دغو سیمو کې زورورو بوړبوکیو او توپانونو چې بېساري بلل شوي خلک مړه کړي او ګڼې سیمې یې ورانې کړې دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي... Читать дальше...
امریکا له اوکراین سره د کلنیو تسلیحاتي مرستو ترڅنګ دغه هېواد ته تېر اکټوبر د جاوېلین ډوله ټانک ضد راکټونو ۳۰ دستګاوې ورکړي.
د روسیې تاس خبري اژانس په خپل راپور کې چې د پنټاګون د ځواب په حوالهیې جوړ کړی، دا خبره کړې.
په راپور کې زیاته شوې چې د امریکا په مرسته شویو وسلو کې د جاوېلین ۱۸۰ راکټونه شامل دي.
خو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د امریکا له دفاع وزارته د دغه خبر د بېړني تأیید په اړه څه غبرګون ترلاسه نهکړ.
امریکا مخکې د راکټونو د شمېر او جزئیاتو په اړه څه نهو ویلي.
روسیې په دې وروستیو... Читать дальше...
د چاپېریال ساتنې فعالانو پرون د درېیمې شنبې لپاره په صربیا کې مظاهرې وکړې.
لاریونونه د لیتیمو د یوه لوی کان د پراختیا د پلان پر ضد ترسره کېږي.
مظاهرهچیانو پرون په څو ښارونو کې د موټرو د تېرېدو مخه ونیوله او د نړۍ تر ټولو لوی کان کېندنې شرکت، ریو ټینټو څخهیې وغوښتل چې د صربیا په لوېدیځ کې د لیتیوم استخراج بند کړي.
د لاریون تنظیموونکي او د چاپېریال د پاڅون د غورځنګ مشر الکساندر یووانوویچ ازادي راډیو ته وویل چې د مظاهره کوونکو یوازنۍ غوښتنه دا ده چې ریو ټینټو له صربستان څخه ویستل شي او د لیتیمو د کان د استخراج د منع کولو قانون تصویب شي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره د امریکا یوه جګپوړې ډيپلوماته به راتلونکې اوونۍ د دغه کړکېچ د کمولو په هدف دواړو هېوادونو ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اروپا او یوروشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله کارین ډنفرېډ به د دوشنبې په ورځ کیف او بیا مسکو ته سفر وکړي.
بیان زیاتوي چې مېرمن ډنفرېډ به د دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره د اوکراین پولو ته نږدې د روسي عسکرو د ځای پر ځای کېدو او د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه د واشنګټن په تعهد باندې خبرې وکړي. Читать дальше...
طالبان وايي دمګړۍ چې افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي د هندوستان د مرستو هرکلی کوي او د نورو مرستو تمه هم ترې لري.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل د هندوستان یو ۱،۶ ټنه صحي مرسته پرون کابل ته رسېدلې او دوی یې روغتونونو باندې وېشي.
ښاغلي وثیق ازادي راډیو سره په خبرو کې د هند د مرستو په اړه وویل: "د هند د حکومت له لوري ترسره شوې مرسته چې ۱،۶ ټنه دارو درمل پهکې وو کابل ته رانقل شول او روغتونونو ته ورسول شول. د معلوماتو له مخې په راتلونکو ورځو کې به یو شمېر مهم طبي سامان الات هم کابل ته راوړل شي. Читать дальше...
هېل
له امریکا خپریدونکي هېل ورځپاڼې په یو راپور کې د هغو ارزونو خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپلو کار کوونکو ته په یو یادښت کې چې د هېل ورځپاڼه وايي، لیدلی یې دی لیکلي، د بهرنیو چارو د وزارت دا درې میاشتنۍ ارزونه به "افغانستان کې زموږ د ښکېلتیا څخه زده کړي درسونه وارزوي او د وړاندې تګ لپاره به سپارښتنې وکړي."
په دې پروسه کې به د ۲۰۲۰ میلادي کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۱۲ میلادي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Даниил Медведев
Даниил Медведев проиграл Рафаэлю Надалю тренировочный сет на «Ролан Гаррос»
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в зоне конфликта Палестины и Израиля
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Нейромонах Феофан, Инстасамка и Баста выступят летом в рамках ПМЭФ-2024
Москва
Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net