صربیا کې د چاپېریال ساتنې فعالانو مظاهرې درېیمې شنبې ته ورسېدې
![صربیا کې د چاپېریال ساتنې فعالانو مظاهرې درېیمې شنبې ته ورسېدې](https://gdb.rferl.org/007e0000-0aff-0242-0b91-08d9bcd20a8f_w800_h450.jpg)
د چاپېریال ساتنې فعالانو پرون د درېیمې شنبې لپاره په صربیا کې مظاهرې وکړې.
لاریونونه د لیتیمو د یوه لوی کان د پراختیا د پلان پر ضد ترسره کېږي.
مظاهرهچیانو پرون په څو ښارونو کې د موټرو د تېرېدو مخه ونیوله او د نړۍ تر ټولو لوی کان کېندنې شرکت، ریو ټینټو څخهیې وغوښتل چې د صربیا په لوېدیځ کې د لیتیوم استخراج بند کړي.
د لاریون تنظیموونکي او د چاپېریال د پاڅون د غورځنګ مشر الکساندر یووانوویچ ازادي راډیو ته وویل چې د مظاهره کوونکو یوازنۍ غوښتنه دا ده چې ریو ټینټو له صربستان څخه ویستل شي او د لیتیمو د کان د استخراج د منع کولو قانون تصویب شي.