د پاکستان په پنجاب ایالت کې پارېدلو کسانو، د سریلانکا یو وګړی د هغه څه له کبله چې مقدساتو ته سپکاوی بلل شوی، وژلی او بیا یې مړي ته اور وراچولی دی.
په سیالکوټ کې د پولیسو یوه افسر عمر سعید ملک خبریالانو ته وویل چې پریانتکا کومارا (Priyanthka Kumara) چې د (راجکو) په نوم د جامو شرکت د صادراتو مدیر و، د کارګرانو لهخوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوی دی.
د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالله نعیم ویلي چې د فابریکې کارګرانو د سریلانکا د دغه وګړي د دفتر په کثافت دانۍ کې د قران کریم څو پاڼې موندلې دي.
راپورونه... Читать дальше...
د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پر روسیې تور ولګاوه چې د اوکراین پولې ته څېرمه د ۹۴ زره پوځیانو ځای پر ځای کولو سره، په پام کې لري راروانه میاشت په پراخه پیمانه احتمالي پوځي تهاجم ته ځان تیار کړي.
ریزنیکوف چې ننیې پارلمان ته وینا کوله زیاته کړه چې کیف به په سیمه کې کړکېچ ته لمن ونهوهي، خو که اړتیا وه په ځواب کې په جګړه لاس پورې کړي.
د اوکراین دفاع وزیر وويل، د دوی استخبارات تر ټولو د ناوړه سناریوګانو په ګډون ټولو احتمالي سناریوګانو ته پام کوي.
ده ویلي چې د روسیې لهخوا د کړکېچ په وړاندې... Читать дальше...
ترکمنستان د نړۍ په سطحه تر ټولو د کمزوري انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو.
په دغه هېواد کې یو څوک د یوه فلم د ډاونلوډ لپاره یوې پوره ورځې ته اړتیا لري.
د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) په هغه راپور کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د انټرنټي خدماتو په اړه دی، ویلي: "په ۲۲۴ هېوادونو کې د شوې سروې له مخې، ترکمنستان تر ټولو کمزوری انټرنټ لري چې سرعتیې په یوه ثانیه کې ۰،۵۰ مېګابایټس دی."
د دې بنسټ په حواله، که یو څوک غواړي په ترکمنستان کې د پنځه جي بي یو فلم ډاونلوډ کړي، ۲۲ ساعتونو او ۳۴ دقیقو ته اړتیا لري. Читать дальше...
د طالبانو د مشر ملا هبتالله لهخوا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په دې فرمان کې د ښځو د حقونو په اړه کومه اساسي ژمنه نهده شوې.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نږدې څلور میاشتو تېرېدو او له دوی د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د نړیوالو له ډېرو غوښتنو وروسته، د طالبانو مشر د ښځو د حقونو په اړه دا فرمان صادر کړی.
په دې فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرتهیې نکاح ته مجبورول منع کړل... Читать дальше...
د طالبانو رهبر ملا هبتالله اخندزاده په یوه فرمان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د ځینو برخو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
د دغه فرمان چې شپږ مادې لري او نن خپور شوی، په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجونو رضایت ضروري دی، خو چې د طالبانو د مشر په وینا د فتنې او فساد خطر په کې نهوي.
د فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوکیې چا ته د روغې په بدل کې په بدو کې نهشي ورکولای.
په فرمان کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق په باب څه نهدي... Читать дальше...
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې له افغان سیاستوالو سره یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
نوموړي پرون په کوټه کې د ګوند د بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت غونډه کې دا خبره وکړه.
هغه زیاته کړه چې په تېرو څه د پاسه ۴ لسیزو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی او بېثباتي تر ټولو زیات افغانان ځپلي دي او اوس پهکار ده چې دوی سره لاسونه ورکړي.
ده وویل: "وه ملا طالبه! وه ملا پلانی اخونده! وه کرزی صاحبه! لاس به ورکوو د افغانستان استقلال به خوندي ساتو. داسې یو حکومت،... Читать дальше...
په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د نوې بڼې اومېکرون ډېرې نوې پېښې ثبت شوي.
په ټوله نړۍ کې د اومېکرون د مخنیوي لپاره هېوادونو یو وار بیا محدودیتونه پيل کړي دي.
«Omicron» د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې له افریقايي هېوادونو په چټکۍ نورو سیمو ته خپره شوې او اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې یو شمېر خلک پرې اخته شوي.
د متحده ایالاتو روغتیایي چارواکو ویلي چې اته داسې ناروغان په اومېکرون اخته شوي چې مخکې د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین شوي وو.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پرون (د ډسمبر دوهمه)... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د روان ناورین د بدو ورځو پیل ته نږدې کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام استازې مري الن مکګروتي له قوله، دوی په دې هېواد کې د روان بشري ناورین بدو پایلو ته ډېر اندېښمن دي.
اغلې مکګروتي زياتوي: "اړتیا ده چې اوسمهال بشري اړتیاوې له سیاسي موضوعاتو جلا شي او د افغانستان بېګناه خلک او ماشومان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، باید له دې امله چې په دې هېواد کې زېږېدلي، له لوږې ونهمري. "
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اوسمهال... Читать дальше...
اروپایي ټولنې، امریکا او د لوېدیځ کلیدي متحدانو د بلاروس پر سیاسي او اقتصادي څېرو بندیزونه پراخ کړل.
اروپایي ټولنه وایي، وزیرانو یې پر بلاروس د نویو بندیزونو طرحه پرون (د ډسمبر ۲مه) په یوه غونډه کې تأیید کړه.
دا له کله نه چې د ۲۰۲۰ کال په اګسټ کې الکساندر لوکاشینکا ځان د بلاروس د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، پر بلاروس د اروپایي ټولنې پنځم پړاو بندیزونه دي.
دغه بلاروسي چارواکي په ډیموکراسۍ ضد چلند، د بشري حقونو په سرغړونه او له کډوالو په ناوړه استفادې تورن دي.
د بلاروس رژیم تورن دی... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان په مسئله خبرې کړي.
ټام وېسټ نن په خپل ټوېټر د دې لیدنې په اړه لنډ لیکلي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا د یوه نږدې متحد قطر هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار محمد ال مسناد سرهیې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث کړی. ټام وېسټ په دې ټویټ کې لیکلي چې د قطر ملاتړ او فعالیت د ستایلو دی.
قطر په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او وخت ناوخته له امریکایانو... Читать дальше...
په امريکا کې يوه نوې څېړنه ښيي، هغه مېرمنې چې د چرسو نشه کوي، د هغوی ماشومان د مور په ګېډه کې په ژور خفګان، رواني فشار او اوتيزم ناروغيو اخته کېږي.
په دې څېړنه کې دا هم راغلي چې د چرسي مور په ماشومانو کې د چرسو ناوړه اثرات ان دا چې له درېيو څخه نيولې بيا تر شپږو کلونو پورې هم پاته کېږي.
دا څېړنه چې د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک ايالت کې پر ۳۲۲ امېندوارو میندو ترسره شوې ښيي چې د چرسو نشه ښځو ته د ژور خفګان ناروغي پيدا کوي، د هغوی نوي زېږېدلي ماشومان به هم په ژور خفګان اخته او د دې ترڅنګ به جنجالي او غالمغالي هم وي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وايي، دوی ته شکايتونه شوي چې په ځينو ولايتونو کې خلک د غرونو په لمنو کې د ومان بوټي پرې کوي او بيا يې بهرنيو هېوادونو ته قاچاق کوي، له همدې امله دوی د دې بوټي پرې کول او راټولول منع کړي دي.
د هغو ولايتونو اوسېدونکو چې هلته ومان بوټي راشنه کېږي ازادي راډيو ته وويل، په وروستیو کلونو کې مافيايي ډلې له ومان بوټي څخه د ښیښې او هيروئينو په جوړولو کې کار اخلي، له همدې امله په افغانستان کې د هيروئينو او ښیښې نشه ډېره شوې ده.
ومان یا بندک یو وحشي بوټی دی چې په فراه، بادغيس،... Читать дальше...
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وایي، پر نشو د روږدو کسانو د درملنې د تر ټولو ستر مرکز ظرفیتیې لوړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ویلي، پلازمېنه کابل کې دې مرکز پخوا د زرو روږدو د درملنې وړتیا درلوده، خو اوس په یوه وخت درې زره کسان پهکې تداوي کېدای شي.
ښاغلي خوستي پرون د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت له مسؤلانو سره له دې مرکزه د لیدنې پر مهال وویل: "د اسلامي امارت پلان دا دی چې په کابل ښار کې او په ولایتونو کې چې څومره معتادین دي، راټول کړل شي او علاجیې وشي. دا خلک واقعاً... Читать дальше...
د طالبانو حکومت پوځي چارواکي وایي، د یوه پیاوړي پوځ د جوړولو لپارهیې هڅې روانې دي.
د طالبانو د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیحالدین دا خبرې پرون په پکتیا کې ۲۰۳ تندر قول اردو کې چې اوس د منصوري قول اردو په نوم ده، وکړې.
هغه خبریالانو ته وویل، د اردو په لیکو کې د پخواني حکومت مسلکي کسانو ته هم ځای ورکوي.
دی زیاتوي: "هغه کسان هم جذبېږي چې پخوانۍ اردو کې یې روزنه ترلاسه کړې او مسلکي دي، دا به هغه کسان وي چې فساد کې ښکېل نهوو."
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وایي، په کابل او ولایتونو کې یې ویاندویان مکلف دي چې د اړتیا په صورت کې رسنیو ته معلومات ورکړي.
دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد پرون خپلو ویاندویانو ته د یوه روزنیز پروګرام په پای کې وکړه.
دې غونډې ته د رسنیو ځیني مسؤلان هم ورغوښتل شوي وو چې هغوی له طالبانو نه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
طالبانو پرون د ۲۵ وزارتونو او ادارو لپاره خپل ټاکل شوي ویاندویان هم رسنیو ته وروپېژندل.
د افغانستان د... Читать дальше...
په ارزګان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد اصف ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
نوموړي وویل چې دغه ولایت کې امنیتي وضعیت په ښه کېدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د انسان تښتوونکو، غلاو او نورو جنايي جرمونو کچه لوړه شوې چې خلکیې لامل د خلکو او یا هم د ځوانانو بېکاري یادوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي، روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي.
بلېنکن ویلي، امریکا غواړي چې روسیه په سیمه کې د رامنځته شویو ناندریو د حل لپاره ډیپلوماتیکه لاره غوره کړي.
بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.
بلېنکن په یوه خبري غونډه کې مسکو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر ضد پوځي اقدام بهیې "په لوړه بیه" ورته پرېوزي.
بلېنکن وايي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، له وروستیو لفاظیو سره سره ایران لا هم وخت لري چې د اټمي تړون ژمنو ته راوګرځي.
بلېنکن ویلي د ایران وروستي تحرکات د خوشبینۍ ډېر احساس نهورکوي، خو په خبرهیې ایران ته لا ډېره ناوخته نهده چې شاتګ وکړي.
بلېنکن خبریالانو ته ویلي، نړیواله ټولنه به نږدې راتلونکي کې دا څرک ولګوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته ورګرځي او که نه.
ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ.
د دې... Читать дальше...
په افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتېدو او د احتمالي بشري ناورین رامنځته کېدو ته د اندېښنو په ترڅ کې ملګرو ملتونو له دغه هېواد سره د بشري مرستو په هدف د څلور نیم میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
دا اندازه پیسې د هغو ۴۱ میلیارده ډالرو له ډلې دي چي ملګرو ملتونو یې په جګړهځپلو او بېوزله هېوادونو کې د ۱۸۳ ملیونه کسانو د لاسنیوي په هدف غوښتنه کړې ده.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس په دې اړه خبریالانو ته وویل: "مرسته د انسانانو ژوند ژغوري، خو دا حللاره نهده. Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ په دې هېواد کې د ګڼو موسیقي غږونکو او سندرغاړو کاروبارونه وتړل.
د ننګرهار د هنرمندانو د ټولني مسولین وايي په دې ولایت کې لږ ترلږه پنځه سوه موسیقي غږونکو او سندرغاړو فعالیتونه کول چې اوس په ټپه ولاړ دي او دا ټول له بې روزګارۍ سره مخ دي.
په جلال اباد کې د هنرمندانو د ټولنې رییس کمین ګل چې یاد موسیقار دی، بې وزلۍ او بې کارۍ منتو پلورنې ته اړ کړی. په اړه یې نور په دې راپور کې
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو پرضد د هدفي وژنو کمپاین پيل کړی دی.
مقاله د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د یوې هدفي وژني په کیسه پیل شوې ده.
د پېښې کیسه یوه عیني شاهد واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته کړې ده چې وايي، د اګسټ میاشتې په اخره کې وسله والو طالبانو د دوو پخواني پوله ساتونکو پولیسو پر کور حمله وکړه، هغوی يې ووژل او مړي يې په کوڅه کې پرېښودل. کورنۍ یې مړي خاورو ته وسپارل او له هغه ځایه کډه شوه.
د مقالې په وینا، دا ډول پېښې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Анимационной компании «ЯРКО» – 3 года!
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Хромачёва и Сизикова пробились в финал турнира WTA в Рабате в парном разряде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В выходные в Москве ожидается до 28 градусов тепла
Путин в России и мире
Москва
НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко подчеркнул роль патриарха Кирилла в укреплении связей Москвы и Минска
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Луи Армстронг
Неизданный концертный альбом Луи Армстронга представят на лейбле Verve Records
Москва
На дорогах Подольска выявляют должников-налогоплательщиков
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net