Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2021

Новости за 18.12.2021

طالبان: خوست کې غیرقانوني روغتیايي کلینیکونه او درملتونونه تړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، په دې ولایت کې به هغه ټول روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه او  کتن ځایونه وتړل شي چې په غیر قانوني ډول په روغتیايي خدمتونو بوخت دي. د چارواکو په وینا، غیرقانوني معالجه او درملنه خلکو ته په زیان تمامیږي او دوی به يې مخه ونیسي. د خوست روغتیايي چارواکو یادې څرګندونې د نوومبر په ۱۸مه نېټه په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو پر مهال ازادي راډیو ته وکړې. د عامې روغتیا رئیس صاحب ګل خالد وویل، هېڅ چا ته به د خپلسرو روغتیايي خدمتونو اجازه ورنه کړي: "تاسو... Читать дальше...

طالبان: کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۳ نور یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل کې یوې چاودنې یو تن وژلی او درې تنه نور یې ژوبل کړي دي. دا چاودنه نن شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) ماښام مهال د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي، دا پېښه د یوه ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان عزام ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د پېښې له امله یې ژوبل شوي کسان روغتونونو ته لېږدولي.  نوموړی وايي، ددې چاودنې په اړه څیړنې لا روانې دي.

ایران: د کمرې د ورکېدو په اړه د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې ادعا ردوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اټمي انرژۍ ادارې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې هغه ادعا رد کړې چې ګنې تهران ته نژدې د کرج ښار د اټمي تاسیساتو د سنټرفیوژونو د تولید په برخه کې د یوې څارونکې کمرې په ورکېدو کې د ایران لاس دی.  د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې 'IAEA' مشر پرون د دې کمرې د ورکېدو په اړه د ایران د وضاحت په اړه شک څرګند کړ، خو د ایران د اټمي انرژۍ ادارې نن په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې دا کمره په هغه برید کې له منځه تللې چې تهران یې پړه پر اسراییلو اچولې ده.  ایران په دې وروستیو کې 'IAEA' ته اجازه ورکړه چې ویجاړه... Читать дальше...



افغان کرکټ بورډ: تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله وېسټ انډیز ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ټاکل شوې چې تر ۱۹ کالو د کشرو لوبغاړو د کرکټ ټیم په اسیايي جام کې د ګډون لپاره د متحده عربي اماراتو او وروسته په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د وېسټ انډیز پر لور وخوځېږي.   د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبې (د لېندۍ ۲۷مه) ازادي راډیو ته په دې وویل: "ټاکل شوې سبا د لیندۍ په ۲۸مه د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبډله له کابله د متحده عربي اماراتو پر لور سفر وکړي، څو هلته په اسیايي جام کې ګډون وکړي او له هغه ځایه به وېسټ انډیز ته سفر ولري. د دې سفر موخه به... Читать дальше...

خېبرپښتونخوا کې د ښاروالیو د انتخاباتو یو کاندید وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په خېبرپښتونخوا کې د ښاروالیو د انتخاباتو یو کاندید په ډزو وژل شوی دی.  پولیس وايي چې عمر خطاب شېراني تېره شپه په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د دوو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.  شېراني چې د پاکستان د عوامي نیشنل پارټۍ غړی و، د ښاروالیو په انتخاباتو کې چې سبا د ډسمبر په ۱۹مه نېټه په پام کې دي، کاندید و.  په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د عوامي نېشنل ګوند یوه سیمه ییز مشر د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې د شېراني مړی نن سهار د هغه د کور د مخې پر سړک وموندل شو.  د دې وژنې پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې. Читать дальше...

بادغیس کې د والیبال سیالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس ولایت کې د والیبال سیالۍ پيل شوې. د‌ افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه سيالۍ د 'سولې او افغانستان زما وطن' په نوم تېره ورځ په بادغيس ولايت کې پيل شوې. د دې رياست د‌ معلوماتو له مخې، دا سیالۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې لس ورځې به دوام وکړي. خبر ځای وايي، دغه سيالۍ هره ورځ د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په ورزشي جمنازيوم کې ترسره کيږي او ټاکل شوې نن د 'آریانا-هېواد' او 'تابان-درخشان' لوبډلې له یو بل سره مخامخ شي.

کرکټ؛ ویسټ انډیز پاکستان کې د‌ کرونا له امله خپله لوبلړۍ وځنډوله

Pa.azadiradio.com 

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې چې روانه میاشت د درېیو شل اوریزه او درېیو پنځوس اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړی وو، د‌ کرونا وبا له امله يې خپله لوبلړۍ وځنډوله. د يو شمېر ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د درېیو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ هغه مهال وځنډول شوه چې د پنځو ویسټ انډیزي لوبغاړو ترڅنګ د یادې لوبډلې مشاور روزونکی او یو شمېر کار کوونکي په کرونا ویروس اخته شول. دغه لوبلړۍ د روانې ډسمبر مياشتې په لسمه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيل شوي وو. د دې سياليو لومړۍ درې شل اوريزې لوبې د پاکستان په ګټه پای ته رسيدلې وې. Читать дальше...

د افغانستان فوټبال فدراسیون: د عرب زاده مړینه لويه ضايعه بولو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال د ځوانانو ملي ټیم د یو لوبغاړي علي عرب زاده مړینه لويه ضايعه بولي. د دې فدراسيون رييس يوسف کارګر نن شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) ازادي راډيو ته وويل، ښاغلی عرب زاده د ۲۰۱۹ میلادي کال په اسیایي سیالیو کې د افغان لوبډلې لپاره په بریاوو کې اغیزناک رول درلود چې دویم مقام یې ترلاسه کړی و. ښاغلي کارګر وویل، تمه وه چې عرب زاده په راتلونکی کې د فوټسال د لویانو په ملي لوبډله کې هم ولوبېږي. تراوسه دې افغان لوبغاړي د مرګ د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د افغانستان د فوټبال... Читать дальше...



پاکستان پر کونړ راکټي بریدونه کړي؛ طالبان: پاکستان یې په اړه پوښتو

Pa.azadiradio.com 

د تېرې اوونۍ په وروستیو درېیو ورځو کې یو ځل بیا ډیورند کرښې ته نېږدې د کونړ ولایت په ځینو سیمو د پاکستان له لوري د راکټونو د توغولو په اړه راپورونه ورکول کېږي.  دا هغه څه دي چې د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو سره خبرو کې مطرح کړي دي.  د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو ورځو راهيسې یې پاکستاني ځواکونو پر سیمه د توپونو ډزې کوي.  ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د توپونو په دې ډزو کې یو کس ټپي شوی او لسګونه څاروي په‌کې تلف شوي، خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي په دې اړه به پاکستان وپوښتي. Читать дальше...

کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست چارواکو نن شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال اعلان وکړ چې سر له سبا به د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شي.  د طالبانو د پاسپورټ ادارې مشر عالم ګل حقاني وویل، اوس مهال یوازې د طالبانو غړي او ځواکونه ته پاسپورټونه ورکول کېږي.  هغه زیاته کړه، هغو کسانو ته چې د تېرحکومت پر مهال یې د پاسپورټونو د اخېستلو لپاره په انلاین ډول  فورمې ډکې کړي او  پیسې یې تحویل کړې وې لومړیتوب ورکول کېږي.  د نوموړي په خبره دا خلک کولای شي د نوبت له مخې د قانوني... Читать дальше...

عباس ستانکزی: افغانستان امن شوی، بهر مېشتې افغانان دې هېواد ته راشي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، افغانستان اوس امن شوی او ټول هغه افغانان چې له هېواده بهر دي خپل وطن ته دې راشي.   نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د کډوالو نړېوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.   هغه وویل، هغه کدرونه چې له افغانستانه تللي، بېرته دې خپل وطن ته راشي او د هېواد په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.  طالب چارواکو په نړېوالې ټولنې د خپلو کړیو ژمنو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ غږ وکړ او ویې ویل، کډوالي، بشري مرستې او د ډپلوماټیکو اړیکو ټینګول له افغانستان سره د سیمې او نړې په ګټه ده. Читать дальше...

امریکا: د اروپا د امنیت په اړه د روسیې نوې طرح د منلو نه ده 

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدایالات وايي، د اروپا د امنیت په اړه د روسیې نوې طرح ورته د منلو نه ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د ډسمبر په ۱۷مه نېټه هغه طرح اعلان کړه چې له مخې یې مسکو غواړي له سړې جګړې وروسته د اروپا په امنیتي اډانه کې بنسټیز بدلون راولي. په دې طرح کې روسیه د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا او له اوکراین او ګرجستان سره د همکارۍ په ګډون په ختیځه اروپا کې د دې ټلوالې د فعالیتونو د محدودېدو غوښتنه کوي. مسکو په داسې حال کې چې دا طرح یې واشنګټن او د ناټو غړو ته استولې ده، په ځانګړي ډول له متحدو... Читать дальше...

غزني کې ډېری ماشومانو زده کړې پرې ایښي او خواري کاږي 

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له راتګه وروسته، په هېواد کې د بې کارۍ، بې روزګارۍ او لوړو بیو له امله د غزني یو شمېر ماشومانو په شاقه کارونو لاس پورې کړی دی. ډېری یې هغه ماشومان دي چې پخوا یې ښوونځیو کې زده کړې کولې، خو اوس یې ورته شاه کړې ده. د دغه ماشومانو په باور پلرونه او د کور نور سرپرستان یې نه شي کولای چې د کور تر اودې ووځي، ځکه خو دوی ورسره ملا تړلې ده. بشپړ راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه؛ طالبان: مشخصې غوښتنې ترې کوو

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.  دا غونډه چې سبا د یکشنبې په ورځ پېلېږي، د نږدې ۹۰ هېوادونو او سازمانونو استازي په کې ګډون کوي. که څه هم د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې اصلي هدف، په دې هېواد کې د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د مرستو جلب دی، خو طالبان د یوې مشخصې اجنډا سره په کې ګډون کوي.  د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال... Читать дальше...

افغانستان کې پر دیني عالمانو د بریدونو دوام؛ طالبان: د پېښو عاملان نیسو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دیني عالمانو بریدونه زیات شوي دي.  نن شنبه سهار (د لېندۍ ۲۷مه) د کابل د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو د مولوي بسم‌الله شاکر په نوم دیني عالم او استاد په نښه کړی.  ښاغلی شاکر د کابل په دارالعلوم کې د عربي ډپارټمنټ امر هم و.   سیمه کې سرچینې وايي، هغه نن سهار هغه مهال چې سهار لمانځه ته پر لار و، په ډزو ویشتل شوی.  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پېښه تاییدوي او وايي، امنیتي ځواکونه یې قضیه پلټي او هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي. Читать дальше...

د طالبانو ماليې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې مسوده نهايي شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د‌ ماليې وزارت وايي، د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې مسوده يې نهايي کړې ده. د دې وزارت وياند احمد ولي حقمل نن شنبه (د لیندۍ په ۲۷مه) ازادي راډيو ته وويل، د سږني مالي کال بودجه به ډېر ژر د تائيد لپاره د وزيرانو شورا غونډې ته واستول شي. د ماليې وزارت وياند که څه هم په دې اړه د زياتو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل، دا بودجه له بهرنيو مرسته چمتو شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د تېر نظام په کلنۍ بودجه کې شااوخوا ۷۵ سلنه بهرنۍ مرستې شاملې وې. د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ۴۷۳ ميليارده... Читать дальше...

لوګر کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز ولګېد

Pa.azadiradio.com 

په لوګر ولايت کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز ولګېد. د دې ولايت مقام په خپل فيسبوکپاڼه ليکلي چې سر له نن شنبې (د لیندۍ په ۲۷مه) ورځې ټولې هټۍ او مارکيټونه به په افغانیو راکړه ورکړه کوي. د دې ولايت د چارواکو په وينا، که له دې وروسته هټیوال راکړه ورکړه په بهرنيو اسعارو وکړي له پېژندنې وروسته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. له دې وړاندې طالب چارواکو په ټول افغانستان کې په بهرنيو اسعارو راکړه-ورکړه ملي خيانت ياد کړی او ویلي چې د ترسره کوونکو سره به د‌ ملي خاين په توګه چلند وکړي. دا اقدامات... Читать дальше...

د کډوالو نړيواله ورځ؛ خلک: د طالبانو واکمنۍ لا ډېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړل

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ ۱۵مه، پر افغانستان د طالبانو د حاکميت بیاځلي پيل؛ دا هغه ورځ وه چې د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان څخه خلک په تېښته وو او ډلې ډلې خلک د کابل پر هوايي ډګر ورغلل. احمد فواد يو له همدغو کسانو څخه دی. دی د اګسټ په ۱۹ مه نېټه کابل هوايي ډګر ته ورغی او له درې ورځو تېرولو وروسته د اګسټ پر ۲۲ مه هوايي ډګر ته ننوت او ابوظبۍ ته ورسېد. نوموړی نږدې څلور مياشتې کېږي چې د ابوظبۍ په کمپ کې په دې موخه استوګن دی چې امريکا ته به ولېږدول شي: "له يو نامعلوم برخليک سره مخ يم، معلومه نه ده چې کله به... Читать дальше...

د کرونا نوې بڼه؛ اروپا بندیزونو ته مخه کړې او امریکا خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د اومېکرون په نوم د کرونا وبا د نوې بڼې د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره اروپا بندیزونو ته مخه کړې ده او متحد ایالاتونو خبرداری ورکړی دی. امریکایي چارواکي وایي، د هغو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی چې په اومېکرون اخته دي او بستر شوي دي. د جرمني او فرانسې چارواکو پرون وویل، داسې ښکاري چې اومېکرون به د کرونا وبا د پنځمې پیاوړې څپې سبب شي. د فرانسې حکومت له خلکو غوښتي دي چې واکسین وکړي او د کرسمس د میلو په وخت کورنۍ غونډې محدودې کړي. ډنمارک ویلي دي چې ټیاټرونه، د کنسرټ سالونونه، تفریحي پارکونه او موزیمونه به بند کړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

У Шнурова появились вопросы к журналистам после появления информации о задолженности по налогам





Персональные новости
Выставка

Один «квадрат» и «бублик». Выставка АРХ Москва открылась в Москве





په کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي چې سر له سبا به په کابل کې هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي. عالم ګل حقاني دا خبرې، نن په یوې خبري غونډه کې وکړې. ښاغلي حقاني وویل، د پاسپورټونو د اخېستلو لپاره به انلاین فورمې ډکېږي، خو په خبره یې فورمې پخوانۍ نه دي بدلې شوي دي. نوموړي دا هم وویل چې د نورو ولایتونو تذکره لرونکو ته په کابل کې پاسپورټونه نه ورکول کېږي. د افغانستان د پاسپورټ ریاست مخکې تردې، د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویش چاره پیل کړې وه. خو په کابل کې له نېږدې یوې میاشتې... Читать дальше...

روسیې پر ۷ بریتانوي وګړو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

روسیې پر اووه تنه بریتانوي وګړو بندیز ولګاوه چې دغه هېواد ته سفر وکړي. مسکو دا پرېکړه د لندن له لوري د لګېدلو بندیزونو په ځواب کې کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، د بریتانیا دغو غړیو له نژدې د روسیې پرضد په فعالیتونو کې برخه لرله. لندن په دوه زره شلم کال کې د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د مسمومیت د قضیې په تړاو، پر اوو کسانو چې ادعا کېده د روسیې د امنتیي ادارې غړي دي، بریتانیا ته په ورتګ بندیز ولګاوه. د ادعاوو له مخې دغو کسانو ناوالني ته د زهرو د ورکولو په قضیه کې لاس درلود. Читать дальше...

د ازبیکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف هوایي ډګر ته تللې

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان د تخنیکي متخصصینو یوه ډله د مزارشریف د هوایي ډګر د تجهیزاتو د ترمیم لپاره دغه ښار ته تللې ده.  د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف پرون وویل چې د تخنیکي متخصصینو دا ډله به د را روان دوه زره دوه ویشتم کال په لومړیو کې خپل کار بشپړ کړي.  دا مرسته د دې څرګندونه کوي چې ازبیکستان غواړي له طالبانو سره په ارتباط کې وي.  ازبیکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره هم دا منلې ده چې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته مرستې واستوي.  د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

پاکستان: د اسلامي همکارۍ د سازمان د غونډې ګډونوال رارسېدلي 

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان په اړه د بحث لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډونوال پلاوي اسلام اباد ته رسېدلي دي. د اسلامي همکاریو د سازمان په دې فوق العاده غونډه کې چې سبا د لیندۍ په ۲۸مه نېټه په اسلام اباد کې جوړېږي، د اسلامي هېوادو پر پلاوو سربېره، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او همدا راز د اروپايي ټولنې، چین او امریکا سفیران هم ګډون کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه نوي پلاوي په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلي دي. Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې له رواني ناروغانو سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د جګړو له کبله د رواني ضربو یا ټروما له زیانمنو ناروغانو سره مرسته یې لومړیتوب دی. په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي چې د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یا 'USAID' د رواني ناروغیو له قربانیانو سره د مرستې په لومړي کرښه کې د روزنې او د ناروغانو د بېړني مراقبت په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان سره مرسته کوي. د بیان له مخې د دې روزنیز پروګرام پر اساس، د جګړو د رواني ضربو د علاج لپاره ډاکټران روزل کېږي او روزل... Читать дальше...

د مهاجرت سازمان: د افغانستان د اقتصادي بحران ضربه کډوالو ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان یا 'IOM' وايي، د افغانستان د روان اقتصادي بحران تر ټولو لویه ضربه به کډوالو افغانانو ته متوجه وي. 'IOM' پرون جمعه (د لېندۍ ۲۶مه) پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې تمه ده هغه افغانان چې له بهره راستنېږي او یا په کور کې دننه بې ځایه شوي د هغو افغانانو له ډلې وي چې د دې اقتصادي بحران له کبله تر ټولو زیاته ضربه ويني. د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخې په روان کال کې په افغانستان کې د تېرو جګړو او طبیعي افتونو له کبله له شپږ لکه شپږ اویا زرو زیات کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии водных видов спорта в Ставрополье


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Подмосковным УФАС выявлен сговор на торгах в сфере ЖКХ





Путин в России и мире
Москва

Кадыров пригласил Путина посетить Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов



Москва

Два водителя «Мострансавто» представили Подмосковье на конкурсе профмастерства

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net