Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2021

Новости за 16.12.2021

کابل کې لومړنۍ واوره؛ د ځینو دغې خوښۍ داخلي بې‌ځایه شوي سختو ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې تېره ورځ د کال لومړنۍ واوره وشوه، ښایي ځینو ته دا ورېدل خوندور و، خو دغلته داخلي بې‌ځایه شوي چې تر خېمو لاندې ژوند کوي د واورې ورېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي. دغه کورني بې‌ځایه شوي چې د تېر حکومت په وروستیو کې یې د ناامنۍ او فقر له امله خپلې اصلي مېنې پرېښي وايي په دې سخت ژمي کې يې ژوند خورا سخت شوی دی. بي بي ګل له خپلې لور او پنځه لمسیانو سره هغه وخت چې تخار د طالبانو په لاس سقوط وکړ، پلازمېنې کابل ته راکډه شوه. هغه چې د کورنۍ نارینه سرپرست او سرپناه نه‌لري وايي د سوړ ژمي په راتلو... Читать дальше...

د جمهوریت د سقوط په اړه د محب ناویلې خبرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي ولسمشر غوښتل واک په سوله ییزه توګه انتقال کړي خو کابل ته د طالبانو په ننوتلو ګډوډي رامنځته شوه. محب د دوحې تړون د جمهوریت د سقوط پیلامه بولي. له حمدالله محب سره د ازادي راډیو بشپړه مرکه د ازادي پر یوټیوب له دې لارې کتلی شئ. https://www.youtube.com/watch?v=x5-LXXHOTjY

کابل ښاریان: د ډالرو له ټیټېدو سره سره لاهم د خوراکي توکو بیې نه‌دي راټيټې شوي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریان وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت له ټیټېدو سره سره لاهم د خوراکي توکو بیې نه‌دي راټيټې شوي. دوی وايي، له یوې خوا بې‌وزلي، بې‌کاري او د ژمي یخني او له بلې خوا د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدو او د خوراکي توکو ګرانېدو د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي. دوی وايي نه عاید لري او نه هم په کورونو کې داسې څه چې د کور لګښت او خپله ګوزاره ورباندې وکړي. بل‌خوا د ژمي یخنۍ بیا د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د کابل اوسېدونکی محمد نبي وايي، شپه‌يې په دې اندېښنه تېره کړه چې ماشومانو ته‌يې خواړه او اوبه نه‌رسېږي. Читать дальше...



کابل کې د ډوډۍ، کار، ازادۍ او سیاسي مشارکت په اړه د لسګونه ښځو مظاهره

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن لسګونه ښځو مظاهره وکړه. دوی د ډوډۍ، کار، ازادۍ او سیاسي مشارکت شعارونه ورکول. تر دې مخکې هم لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهرې کړي او له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونه ورکړي. که څه هم نن د مظاهرې پر مهال د تاوتریخوالي څه راپور نه دی ورکړل شوی خو مخکې د طالبانو د وسله والو له خوا له ښځو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوي چې تُند غبرګونونه یې له ځانه سره لرل. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره ګڼې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوي او د نجونو لویه برخه له ښوونځیو او پوهنتونو محرومې ګرځول شوي.

د غني د وتلو او د تېر جمهوري نظام د سقوط په اړه د حمدالله محب تازه څرګندونې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب وايي، پخواني ولسمشر اشرف غني غوښتل په سوله‌ییزه توګه د لویې جرګې له لارې واک انتقال کړي، خو طالبان کابل ته ننوتل او ګډوډي رامنځته شوه. د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار په خپله لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته په دې اړه چې ولې له طالبانو سره مذاکرات ترسره نه‌شول، وویل: "خلکو له ارګ نه د وتلو هڅې شروع کړلې. دباندې د وزارتونو احوال چې موږ اخیستلو هغوی هم عین حالت کې وو، خو ولې موږ فکر کولو چې بیا هم فرصت شته. دا وارخطایانې... Читать дальше...

چین د تکواندو نړیوالو سیالیو کوربتوب نه کوي

Pa.azadiradio.com 

چین ویلي، د تکواندو نړیوالو سیالیو کوربتوب نه کوي. ټاکل شوې وه، د تکواندو د اتلوالۍ ۲۵ پړاو سیالۍ د راتلونکي لمریزکال د وري میاشتې په وروستیو کې د چین په ووشي ښار کې ترسره شي، خو چین ویلي چې د دغو سیالیو کوربتوب نه کوي. د تکواندو نړیوال فدراسیون ویلي چې د دغو سیالیو د ترسره کېدو نېټه یې ځڼډولې او د تکواندو دغه نړیوالې سیالۍ به د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په کوم بل هېواد کې ترسره شي. د تکواندو د اتلوالۍ نړیوالې سیالې په هرو دوو کلونو کې یوځل ترسره کېږي.

د کابل فوټبال لیګ؛ داوودزي او رفاه لوبډلو وروستي پړاو ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د کابل فوټبال لیګ په سیالیو کې د داوودزي او رفاه لوبډلو د سیالیو وروستي پړاو ته لاره پیدا کړه. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) د دغه لیګ په الف ګروپ کې دوه لوبې وشوې چې په لومړۍ لوبه کې داوودزي لوبډلې د پنالټي شوټونو په وهلو سره په څلورو ګولونو امید درخشان ته ماتې ورکړه. په دوهمه لوبه کې رفاه لوبډلې د پنالټۍ شوټونو په وهلو سره دوه د څلورو پر وړاندې سباوون لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه رفاه او داوودزي لوبډلې د کابل فوټبال لیګ سیالیو فاینل ته لار پیدا کړه. Читать дальше...

د اسیا جام د فوټبال سیالیو د پچې اچونې نېټه وټاکل شوه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا جام د فوټبال سیالیو د پچې اچونې نېټه وټاکل شوه.  د افغانستان ملي المپیک کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د اسیا د فوټبال جام سیالۍ پچه اچونه د روان لمریزکال د کب مياشتې په ۴مه نېټه ترسره کېږي. په دې سیالیو کې به ۲۴ لوبډلې په ۶ ګروپونو کې په خپلو کې سره لوبې وکړي.  د اسیا فوټبال جام سیالۍ لوبې د ۲۰۲۲ میلادي کال په جون میاشت کې پیلېږي.  د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله دا مهال په درېیم ګروپ کې ده او د سږکال د اسیا جام فوټبال سیالیو په پچه اچونه کې هم ګډون کوي.



عمران خان: پاکستان به افغانستان کې د ناورين مخنيوي سره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، هېواد به یې په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره هره ممکنه مرسته وکړي.   عمران خان دا خبره د ډسېمبر په ۱۵مه نېټه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اېپکس په نوم د یوې دولتي کمېټې غونډې ته کړې ده.  په دې اړه د صدراعظم د  دفتر پر ټويټرپاڼه په رسمي بیان کې ويل شوي چې په غونډه کې په افغانستان کې د بشري ناورين پر وضعيت اندېښنې وښودل شوې او ټينګار وشو چې پاکستان به په دې ستونزمن وخت کې دغه هېواد يوازې پرېنه ږدي.   بیان زياتوي چې په غونډه کې وويل شو چې پاکستان... Читать дальше...

ناپېژاندو کسانو ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

ناپېژاندو کسانو د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او یوه مېرمنه یې ټپي کړې ده. د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه د خېوې ولسوالۍ اړوند شګې سیمه کې په یوه کور د چړو او تبرګیو په واسطه برید وکړ چې پر مهال یې د یوه ماشوم، یوې مېرمنې او یوه دیني عالم چې په سیمه کې د یوه مسجد ملا امام هم و، په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او یوه مېرمنه ټپي شوې ده. سرچینه زیاتوي چې وژل شوېو کسانو کې د یادې کورنۍ... Читать дальше...

طالبان میدان وردګو کې ۲ سړې خونې بېرته ګټې اخېستنې ته سپاري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت په میدان وردګو ولایت کې دوه سړې خونې بېرته ګټې اخېستنې ته سپاري.  د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري د پنجشنبې (د لېندۍ ۲۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کرنې سرپرست وزیر پنځو جنوبي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د میدان وردګو ولایت کرنې ریاست ته لارښونه کړې چې دغه ولایت کې د میوو او نورو کرنیزو توکو شته دوه سړې خونې ډېر ژر بېرته فعالې کړي.   د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه دوه سړې خونې د زر مټریک ټنه میوو او نورو کرنیزو توکو د ساتلو وړتیا لري.  ... Читать дальше...

افغانستان ته ۱۹ میلیونه ډالره نغدې پیسې انتقال شوې

Pa.azadiradio.com 

د بشري مرستو په دوام، څه باندې ۱۹ میلیونه ډالر نغدې پیسې افغانستان ته انتقال شوې.   د افغانستان بانک له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون چهارشنبه ۱۹.۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک 'AIB' ته وسپارل شول.   د افغانستان بانک له لوري په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک هڅه کوي چې د هېواد په بانکي نظام کې د رامنځته شوېو ستونزو لپاره یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي.  د یادونې وړ ده چې له افغانستان سره د بشري مرستو... Читать дальше...

د پېښور په یوه ښوونځي د خونړي برید اووم تلین دی

Pa.azadiradio.com 

نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۵مه) د پېښور په یوه ښوونځي د خونړي برید اووم تلین دی.  د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې ویلي چې حکومت هېڅ حق او واک نه لري د بې ګناهو خلکو قاتلان وبښي.  د ۲۰۱۴ میلادي کال د ډسمبر په شپاړسمه شپږو وسله والو بریدګرو چې د تحریک طالبان پاکستان غړي بلل کېدل په پېښور کې د ارمي پبلک سکول په نوم په یوه ښوونځي باندې برید وکړ.  دوی په دې برید سره ۱۴۸ کسان ووژل او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړل. د پېښې ډېر قربانیان د ښوونځي ماشومان وو. Читать дальше...

د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ټیټیدو په هدف نوې پرېکړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د بیې د راټېټېدو په هدف یو شمېر پرېکړې شوي دي.  د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، تېره ورځ چې په همدې موخه د ریاست الوزرا، دفاع او مالیې وزارتونو، د افغانستان بانک، کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ استازو له خوا په کورنیو چارو وزارت کې کومه غونډه جوړه شوې وه. ښاغلي خوستي وویل چې د ستونزو د هواري په موخه دا پرېکړې وشوې: " تردې وروسته به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي. Читать дальше...

کرزی: که حکومت ټول ګډونه وي، رسمیت نه پېژندنې ته یې پلمه نه پاتې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي چې نړیواله ټولنه به دغه شان حکومت په رسمیت وپېژني.  د ښاغلي کرزي په باور، ټول ګډونه حکومت هغه چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل ځان وویني او ښخې او نجونې په کې د زده کړو حق تر لاسه کړي.  نوموړی وايي: "د طالبانو حکومت او موږ د افغانستان خلک هرکار چې دننه هېواد کې اړتیا وي، باید ويې کړو. ټول خلک باید تر یو چتر لاندې راټول کړای شي. داسې حکومت باید جوړ کړای شي چې د افغانستان ټول خلک په کې خپل استازي وګوري. Читать дальше...

هیدر بار کاناډا ته شاباسی ورکړی چې افغانان باسي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان یوې مسوولې د کاناډا له خوا له افغانستانه د خلکو د ایستلو هڅه ستایلې ده.  د دغه سازمان د ښځو د حقونو مرستیالې هیدر بار نن پر خپل ټوېټر لیکلي چې خوښه ده لا هم ځینې هېوادونه له افغانستانه خلک باسي.  هغې کاناډا ته شاباسی ورکړی چې افغانان باسي او د دې هڅې د لا ګړندۍ کولو غږ یې کړی.  د کاناډا د کډوالو او پناه غوښتونکو وزیر شان فریسر ویلي وړمه شپه ۱۸۴ افغانان کاناډا ته ورسول شول.  هغه وویل، دا خلک به ژر د البرتا ایالت په کالګري، ایردرای او ایډمنټن کې مېشت کړای شي.  شان فریسر ویلي، دغه افغان کډوالو ته په خطاب ویلي... Читать дальше...

کونړ کې کونډې: د خېمو ګرمولو وس نه‌لرو، بچي مو لا څپلۍ او جامې هم نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې جنګونو له زرګونو کورنیو د سر سیورۍ او د ګټې وټې سړي اخیستي او نن سبا د ژوند ډېرې سختې شپې او ورځې تېروي. له دغو کسانو یوه هم مریم ده چې څلور کاله وړاندې يې د ژوند ملګری ترې جګړې اخیستی. د مریم په خبره، د خاوند له مړینې وروسته يې د خسرګنۍ په کور کې هم د اوسېدو ځای ورک شو او اوس په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلي پلار په یوه خېمه کې اوسېږي. د هغې په وینا د نورو په خیر خیرات يې ژوند روان کړی دی: "دا درې ماشومان مې دي، پلار مې فلج دی. دا بوډۍ مور مې ده او خاوند مې مړ دی. دا يې څلورم کال دی. Читать дальше...

بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه به په ۴ اندېښنو راڅرخي

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې مشران نن په بروکسل کې غونډه کوي چې بحثونه به یې تر ډېره، پر بېلاروس، کووېډ -۱۹، انرژۍ او د اوکراین – روسیې پر پوله د روسیې د پوځي پیاوړتیا پر سر زیاتو شوېو کړکېچونو څرخي.   د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې د پوځي ځواکونو ځای پرځای کېدا او پر اوکراین د یوه احتمالي برید په اړه اندېښنې د اروپایي مشرانو د خبرو د اجنډا په سر کې دي.  اروپایي ټولنې له روسیې غوښتي چې کړکېچ کم کړي او د اوکراین په ختیځ کې د ۷ کلن کړکېچ پر سر بېرته ډپلوماسۍ ته مخه کړي. دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د روسیې د... Читать дальше...

کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو د وژنو قضیې کمې خو تاوتریخوالي سره لا هم مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ۲۰۲۱ میلادي کال د افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هېواد بللی، په دې هېواد کې د خبریالانو د دفاع بنسټونه وایي، په دې کال کې ۶ خبریالان وژل شوي او لسګونه نور د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.  د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول او د ازادو ژورنالستانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل، اوس چې پر افغانستان طالبان واکمن دي که څه هم د خبریالانو د وژنو قضیې کمې او ان صفر شوي، خو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي قضیې لا هم شته. هاشمي زیاته کړه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»





Персональные новости
РЭС

Команда «Россети Новосибирск» вышла на #ЗаБег





امریکا افغانستان کې د ۲۰کلن حضور د ارزونې کمېسیون بودجه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس پرون هغه کلنۍ دفاعي بودجه تصویب کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي. د دغه کمېسیون ټاکل د ۷۶۸ میلیارډ ډالرو دفاعي بودجې یوه برخه ده چې سنا جرګې د ۸۹ مثبتو د لسو مخالفو رایو سره پرون تصویب کړه. له دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا استازیو جرګې دغه بودجه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن توشیح ته اړتیا لري، تصویب کړې وه. د افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون به له دواړو ګوندونو، جمهوري پالو او ډموکراټانو جوړ ۱۶ غړي لري او د... Читать дальше...

حامد کرزی: طالبان په زور کابل ته نه دی نیولی، بلنه ورکړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبانو په زور کابل نه دی نیولی بلکې ورته بلنه ورکړل شوې وه چې ښارته ننوځي ترڅو په دې ښار کې د ګډوډیو او لوټ او تالان مخه ونیول شي. ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له اسوشیټېډ پرېس اژانس سره په تازه مرکه کې چې پرون خپره شوې کړي او ویلي یې دي، وروسته له هغې چې پخوانی ولسمشر اشرف غني ناببره او په پټه له افغانستانه ووت، ده طالبانو ته چې د کابل ښار تر دروازو پورې رسیدلي و، بلنه ورکړه چې ښار ته ننوځي. کرزی چې په کابل کې له خپلې مېرمنې او وړو ماشومانو سره اوسي، دا... Читать дальше...

د افغانستان بازارونو کې یو ډالر په ۱۰۴ افغانۍ بدلیږي

Pa.azadiradio.com 

نن پنجشنبه(د لېندۍ ۲۵مه) د کابل د شهزاده سرای د صرافانو په مارکیټ کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې یو څه نوره هم قوي شوې ده. د کابل د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي نن ازادي راډیو ته وویل، له سهار راهیسې، یو ډالر په ۱۰۳ او۱۰۴ افغانۍ تبادله کېده. ښاغلي حضرت زي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو دوه مهم دلایل یا کړل: " یو خو په ټولو ولایتونو کې پر افغانیو راکړه ورکړه کېده او بل د اسعارو د قاچاق وړونکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات هم ګټور وو." طالبانو وړمه ورځ اعلان... Читать дальше...

د افغان جګړې د ارزونې کمېسیون ته د امریکا کانګرس بودجه تصویب کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس پرون هغه کلنۍ دفاعي بودجه تصویب کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي.  د دغه کمېسیون ټاکل د ۷۶۸ میلیارډ ډالرو دفاعي بودجې یوه برخه ده چې سنا جرګې د ۸۹ مثبتو د لسو مخالفو رایو سره پرون تصویب کړه.  له دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا استازیو جرګې دغه بودجه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن توشیح ته اړتیا لري، تصویب کړې وه.  د افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون به له دواړو ګوندونو، جمهوریپالو او ډموکراټانو څخه جوړ ۱۶ غړي لري... Читать дальше...

د افغانستان د هوایي ځواک ښځینه غړو له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر ښځینه غړې له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له ناټو او امریکا د مرستې غوښتنه کوي. دوی ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې د ځان او د خپلو کورنیو د ژوند په اړه د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي: "نه د تېښتې کوم ځای لرو، نه له دې هېواده تښتېدلی شو او نه په کې اوسېدای شو." دوی دغه راز ویلي، هماغه راز چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سپورټ لوبغاړو، هنرمندانو او نورو ته غېږ پرانېسته، دوی ته دې هم پناه ورکړي. د افغانستان د هوايي ځواک پخوانیو ښځینه غړیو همدا راز ویلي... Читать дальше...

راپور: نړۍ کې تر ټولو زیات خبریالان افغانستان کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په نړۍ کې د بندي خبریالانو په کالني راپور کې ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال په ۳۷ هېوادونو کې ۲۹۳ خبریالان بندیان وو چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ډېر شمېر دی. د دې کمېټې د معلوماتو پر اساس، په ۲۰۲۱ میلادي کال په نړۍ کې ۴۲ خبریالان وژل شوي چې تر ټولو ډېر یې په افغانستان کې وژل شوي دي. د دې راپور پر اساس، په تېرو شلو کلونو کې هم تر ټولو ډېر خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

Спорт в России и мире
Москва

Чья компания сильнее всех?


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

АО «Транснефть – Дружба» провело экологические акции





Путин в России и мире
Москва

Кадыров пригласил Путина посетить Чечню


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский пожаловался, что западная помощь опаздывает


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фёдор Шаляпин

Наследие Шаляпина и Рахманинова представили на выставке-форуме «Россия»



Москва

Свыше 50 тыс активных долголетов посетили бесплатные экскурсии по Подмосковью

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net