د افغان جګړې د ارزونې کمېسیون ته د امریکا کانګرس بودجه تصویب کړه
د امریکا کانګرس پرون هغه کلنۍ دفاعي بودجه تصویب کړه چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي.
د دغه کمېسیون ټاکل د ۷۶۸ میلیارډ ډالرو دفاعي بودجې یوه برخه ده چې سنا جرګې د ۸۹ مثبتو د لسو مخالفو رایو سره پرون تصویب کړه.
له دې مخکې تېره اوونۍ د امریکا استازیو جرګې دغه بودجه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن توشیح ته اړتیا لري، تصویب کړې وه.
د افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون به له دواړو ګوندونو، جمهوریپالو او ډموکراټانو څخه جوړ ۱۶ غړي لري او د یوه کال په موده کې به خپل لومړنی راپور وړاندې کوي او نهایي به یې په درې کلونو کې بشپړوي.
دا کمېسیون به د افغانستان د جګړې په اړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، یو بشپړ جاج اخلي او د راتلونکو عملیاتو لپاره به له دغې جګړې، د اخېستل شوېو تکتکي او ستراتیژیکو درسونو سپارښتنې وړاندې کوي.
په افغانستان کې د امریکا نژدې شل کلنه جګړه د تیرې اګسټ میاشتې په پای کې له دې هېواده د ټولو امریکایي سرتیرو په وتلو سره پای ته ورسېده او طالبان بېرته په افغانستان کې واکمن شول.