Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2021

Новости за 16.12.2021

طالبانو د ۶۹ محکمو لپاره رئيسان وټاکل

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ۶۹ محکمو لپاره رئيسان وټاکل. د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا رئیسان د سترې محکمې له لوري ټاکل شوي دي. طالبانو وروسته له دې محکمو ته نوي رئیسان وګومارل چې یو شمېر خلکو په محکمو کې د کارونو پر پڅوالي، د طالبانو له لورې دقاضیانو د بیا بیا تبدیلېدو او په کار د نه پوهېدو په اړه شکایتونه وکړل.

ملګرو ملتونو په ایران کې مېشت افغانانو سره د کوریا د مرستو هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ او د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا 'یونېسف' په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د جنوبي کوریا د دوه نیم میلیونه ډالره مرستې هرکلی وکړ. په تهران کې د جنوبي کوریا سفیر یون کاهیون د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو له دواړو ادارو یو این ایچ سي ار او یونېسف سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس یې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره دوه نیم میلیونه ډالره مرسته کېږي. له دې سره په تېرو اوو کلونو کې په ایران کې له دېره افغان کډوالو سره د جنوبي کوریا مرستې ۳۰ ملییون ډالرو ته رسېږي.

روغتیايي مسوولین: افغانستان کې لا د' اومېکرون' پېښه نه ده ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تراوسه پورې یې د کرونا په نوې بڼه، اومېکرون د چا د اخته کېدو کومه پېښه نه ده ثبت کړې. خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو تر ټولو د مهم روغتون مسوولان وايي چې تردې دمه د اومېکرون د ازمېښت کیټونه نه لري. د افغان – جاپان روغتون مسوولان وايي، نه یوازې د اومېکرون د ټېسټ الې نه لري، بلکې د اکسیجن او نورو وسایلو د کموالي له کبله په بحراني حالت کې د لسګونو مراجعه کوونکو ستونزې حل کولی نه شي.



د پاکستان لپاره د امریکا سفیر د ترهګرو پر ضد پر اقداماتو ټېنګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونالډ بلوم د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې په پاکستان کې به د ترهګرو ډلو لکه القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، جېش محمد او لشکر طیبه پر ضد د پرېکنده اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړي. ده په عین حال کې وویل، امریکا او پاکستان د القاعده، داعش او پاکستاني طالبانو پر ضد ګډ کار کوي، خو دی هڅه کوي چې پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد پرضد هم اقداماتو ته وهڅوي. د امریکا او پاکستان اړیکې په ځانګړي ډل له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته نورې هم سړې شوې دي.

د بښنې نړیوال سازمان: هاګ محکمه دې افغانستان کې جنګي جنایتونه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان له هاګ محکمې وغوښتل چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه وڅېړي. د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت په وروستیو میاشتو او د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې، په افغانستان کې ډېر جنګي جنایتونه شوي چې باید د جرمونو د یوې نړیوالې محکمې له لوري وڅېړل شي. دې ټولنې په یوه راپور کې چې پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) یې خپور کړ، طالبان، د امریکا پوځ او د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې موده کې ملکي وګړو ته د زیان رسولو مسوول بللي دي. Читать дальше...

وېسټ: افغانستان سره د کرونا ضد یو میلیونه ډوزه واکسین مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، متحد ایالاتونه د کوواکس پروګرام له لارې د افغانستان خلکو ته د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي. ټام وېسټ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې له دې سره به افغانستان ته د امریکا له لوري د واکسین مرسته ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره ډوزو ته ورسېږي. د ښاغلي وېسټ په وینا د دې واکسین ترڅنګ امریکا افغانستان ته ۴۷۴ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.

پاکستان کې د بشري حقونو د فعال کورنۍ: ادریس خټک چېرته دی؟

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو مطرح فعال ادریس خټک په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې د هغو کسانو لپاره کمپاین کاوه چې په جبري ډول بې درکه کېږي، خو دی په خپله د بې درکۍ ښکار شو.  ۵۸ کلن ادریس خټک له ۲۰۱۹ میلادي کاله، له هغه مهاله بې درکه شو چې د پاکستان استخباراتي مامورینو په رڼا ورځ یوه موټر ته وخیژاوه او نامعلوم ځای ته یې یووړ.  تر اوو میاشتو پورې د خټک کورنۍ نه پوهېده چې نوموړی چېرې دی او ولې نیول شوی دی.  وروسته د پاکستان پوځ په یوه نادر اعتراف کې ومنله چې ادریس خټک یې نیولی او د خیانت تور یې پرې لګولی دی. Читать дальше...

د افغانستان لپاره په بریتانیا کې لویې خیریه موسسې بسپنې راټولوي

Pa.azadiradio.com 

په بریتانیا کې لویو خیریه موسسو په افغانستان کې له ۸ ملیونه وګړو سره، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، په ګډه د مرستې ټولولو هڅه پیل کړه.  دوی وايي، له خلکو څخه د پیسو په راټولولو به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره یوه وړه کړکۍ پرانیزي.  د بریتانیا لویې مرستندویې موسسې وايي چې په روان ژمي کې په افغانستان کې د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.  په دې موسسو کې چې د 'DEC' په نوم یادېږي، د بریتانیا د نړیوالې ژغورنې کمېټه، د بریتانیا سورصلیب، سېف دې چلډرن او کافوډ شاملې دي. Читать дальше...

والسټریټ ژورنال: د طالبانو واکمنېدو سره افغان ښځې د پلرونو او وروڼو فشار سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

والسټریټ ژورنال د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی "د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغان ښځې د پلرونو او وروڼو له پخواني فشار سره مخ شوې دي". ورځپاڼې د دې لیکنې په پیل کې د مرجانې امیري په نوم د کورنیو چارو وزارت د یوې پخوانۍ کارکوونکې چې د طالبانو په راتګ‌یې خپله دنده له لاسه ورکړې، عکس خپور کړی او په اړه‌یې لیکي، کله چې مرجانې امیري د ښځو د حقونو لپاره د سپټمبر میاشت کې په کابل کې یو لاریون کې ګډون وکړ، نو طالبانو هغه په لغتو ووهله او ګواښ‌یې ورته وکړ چې په سر به‌یې په مردکي وولي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Обмен электронными транспортными накладными стал доступен участникам «Биржи грузоперевозок ATI.SU»





Путин в России и мире
Москва

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Филипп Киркоров

Филипп Киркоров, Люся Чеботина, SHAMAN – 25 ярких звезд в Открытой студии «Авторадио» на «Премии МУЗ-ТВ 2024»



Москва

Почти 200 тыс ЭКГ расшифровали на станции скорой помощи Подмосковья в этом году

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net