د افغانستان د هوایي ځواک ښځینه غړو له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې
د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر ښځینه غړې له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له ناټو او امریکا د مرستې غوښتنه کوي.
دوی ازادي راډیو ته په رالېږلو پیغامونو کې د ځان او د خپلو کورنیو د ژوند په اړه د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي: "نه د تېښتې کوم ځای لرو، نه له دې هېواده تښتېدلی شو او نه په کې اوسېدای شو."
دوی دغه راز ویلي، هماغه راز چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سپورټ لوبغاړو، هنرمندانو او نورو ته غېږ پرانېسته، دوی ته دې هم پناه ورکړي.
د افغانستان د هوايي ځواک پخوانیو ښځینه غړیو همدا راز ویلي چې طالبانو تر اوسه پورې نه یوازې معاش نه دی ورکړی بلکې تر تعقیب لاندې یې دي.
طالبان بیا وايي چې یو شمېر پخواني پوځیان یې خپلو لیکو ته ورجذب کړي دي.