په هندوستان کې ۸۵ ایسار افغانان بېرته کابل ته راستانه شول
په هندوستان کې لسګونه ایسار افغانان کابل ته ورسول شول.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل ۸۵ تنه د کام ایر شرکت په الوتکه کې پرون کابل ته رارسېدلي.
وثیق وویل: "له کافي ځنډ وروسته د کام ایر شرکت لهخوا هندوستان ته لومړنی پرواز ترسره شو چې له کابلهیې یو شمېر مسافرین هندوستان ته یوړل او له هندوستانهیې هغه ۸۵ تنه افغاني مسافرین چې هلته ایسار پاتې وو هغوی یې را انتقال کړل."
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډسمبر په ۱۰مه له کابله یوه الوتکه نوې ډېلي ته ورسېده او څه باندې ۱۰۰ تنه افغانان او هندیانیې یوړل.
د اعلامیې په اساس کابل ته په بېرته تګ کې همدې الوتکه کې د هند د طبي مرستو محمولې هم بار شوې څو په کابل کې اندراګاندي روغتون ته ورسول شي.