بلجیم کې د کرونا ویروس د لګول شويو محدودیتونو پر خلاف لاریون وشو
![بلجیم کې د کرونا ویروس د لګول شويو محدودیتونو پر خلاف لاریون وشو](https://gdb.rferl.org/08ef0000-0a00-0242-7c84-08d9c305def7_cx0_cy15_cw0_w800_h450.jpg)
پرون زرګونه کسانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف سولهییز لاریون وکړ.
په اروپا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره جوخت د بلجیم حکومت یو لړ محدودیتونه ولګول.
ځینو کسانو له ځانونو سره دا شعارونه لېږدول، ما کافي ډوزه واکسین کړی، یا هم نور نو بس دي!
د لاریون برخهوالو د حکومت پر هغه امر هم انتقاد وکړ چې خلکو تهیې د واکسین د لګولو لپاره کړی دی.
په بلجیم کې په ټوله کې د کرونا ویروس نږدې دوه ملیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.