کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو ګډون مهم وباله
![کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو ګډون مهم وباله](https://gdb.rferl.org/1bcf0000-0aff-0242-181c-08d9c2e5b24a_w800_h450.jpeg)
د افغانستان کرکټ بورډ په اسیايي لوبو کې تر ۱۹ کلنو د کمعمره لوبغاړو ګډون مهم وباله.
د افغانستان لوبډله تر تمرینونو وروسته، پرون په دغو مسابقو کې د ګډون لپاره متحده عرب اماراتو ته ورسېده.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د اسیايي جام سیالیو کې ګډون وکړي. په دغو سیالیو کې اته هېوادونه ګډون لري. د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله به د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه له متحده عرب اماراتو د وېسټ انډیز پر لوري سفر وکړي."
ښاغلی هوتک وايي، په وېسټ انډیز کې به د کرکټ تر ۱۹ کلنو کمعمره لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي.
د اسیايي جام مسابقې راروانه پنجشنبه پیلېږي چې د ډسمبر میاشتې پر ۳۱مه ختمېږي.