په فیلیپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت
![په فیلیپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت](https://gdb.rferl.org/6F06137E-1BF1-4EBD-94FC-A14D9C66A4D8_w800_h450.jpg)
په فیلیپین کې د سخت توپان له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو واوښت.
چارواکو نن وویل چې تر اوسه ۵۲ کسان لادرکه دي او له یو شمېر ولایتونو او مرکزي ښارګوټو سره اړیکې پرې شوي.
د فيلیپین د ملي پولیسو په وینا لږ تر لږه ۲۰۸ کسان وژل شوي او ۲۳۹ نور ټپیان دي.
لیرې پرتو سیمو ته د بېړنیو خدمتونو د ادارې کارکوونکي رسېدلي او وېرهیې ځي چې د تلفاتو شمېر لاپسې لوړ شي.
دغه توپان د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۷مه په فیلیپین کې پيل شو.
ډېری کسان د ونو د راغورځېدو، د دېوالونو د نړېدو، په سېلابونو کې د ډوبېدو او د ځمکې ښويېدنې له امله مړه شوي دي.