فيلیپین کې د رای په نوم توفان په نتیجه کې د ۷۲ نورو کسانو مړي پیدا شول
د فيلیپین د یوه مرکزي ولایت والي، پرون یکشنبه وویل چې د رای په نوم توفان په نتیجه کې د ۷۲ نورو کسانو مړي پیدا شوي دي.
د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، په فیلیپین کې د دې توفان له کبله چې د روان کال تر ټولو سخت هغه بلل شوی، په ټوله کې د مړو شمېر ۱۴۶ ته ورسېد.
د بوهول والي ارتور یاپ وویل، تر اوسه ۱۰ کسان ورک او ۱۳ نور ټپیان دي.
د ده په وینا ممکن د مړینو شمېر تر دې زیات وي، ځکه له زیاتو ښارګوټو سره تماسونه پرې شوې دي.