طالبان: چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو او همکاریو د دوام ډاډ راکړی
طالبان وايي، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو ریاستالوزرا وايي د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو پرون د ریاستالوزرا له لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې پر دې موضوع بحث وکړ.
د ریاستالوزرا د پرونۍ اعلامیې له مخې ملا برادر له افغانانو سره د چین د بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې باید د اقتصادي بیارغونې لپاره ګامونه واخیستل شي.
له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، دا د طالبانو له مشرانو سره د چین د حکومت د یوه استازي څوومه کتنه ده.