اسرائیل له امریکا د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخلي
![اسرائیل له امریکا د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخلي](https://gdb.rferl.org/12B6E996-3FCB-4CE0-B1E2-5AAE8BE13C3F_w800_h450.jpg)
د اسرائیل دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې هېواد یې د امریکا له متحده ایالاتو د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې اخلي.
دا تړون پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې اسرائیل ۱۲ (CH-53K) هلیکوپټر او دوه تېل ورکوونکې بوئینګ (KC-46) الوتکې اخلي.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې اسرائیل کولای شي چې د تړون له مخې شپږ نورې هلیکوپټرې هم وپېري.
تمه ده چې دا هلیکوپټر په ۲۰۲۶ کال او تېل ورکوونکې الوتکې یو کال مخکې تر دې نېټې اسرائیل ته وسپارل شي.