سره صلیب نړیواله کمېټه هلمند کې د فزیکي توانمندۍ یو مرکز جوړوي
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یې د فزیکي توانمندۍ د یوه مرکز جوړولو چارې پیل شوې.
دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د دې مرکز جوړېدل به د مراجعینو شمېر په ورځ کې له ۱۲۵ څخه ۲۵۰ ته زیات کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په حواله، دا نوې ودانۍ به د نورو برخو ترڅنګ د سپورټ ځای هم ولري.