د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان سره د برېښنا تړون لاسلیک کړ
![د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان سره د برېښنا تړون لاسلیک کړ](https://gdb.rferl.org/CD59DE39-06C1-408B-B668-31B5B047C679_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ کال لپاره د برېښنا د پلور تړون لاسلیک کړ.
برښنا شرکت په یوې خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی، خو دا یې نهدي ویلي چې کلهیې دا تړون کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تړون له مخې به دوه میلیارده کیلو واټ برېښنا د یوه کال په موده کې د شااوخوا ۱۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ترلاسه کړي.